د ننګرهار د ممپلیو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی

عزم (‌‌‌‌‌دوشنبه، ۲۸، تله، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ممپلیو کروندې ډېرې شوې او د پرو سږکال په پرتله یې په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له تېرو کلونو په پرتله اوس په دغه ولایت کې د بزګرانو له لوري د ممپیلو کرکېلې ته لېوالتیا هم ډېره شوې ده.

«تېر کال په ننګرهار کې ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې ممپلي کرل شوې وو، چې حاصل یې ۴۲۰ مټریک ټنو ته ورسېد. سږکال د ننګرهار په ۳۵۰ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوې، چې د تېرکال په پرتله به یې په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راشي. د ننګرهار خاوره، اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې ده.»

د خبرپاڼې له مخې، ممپلي د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري. په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یې کرکېله مخ پر وده روانه ده. «ممپلیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله دود کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.»

ځمکنی بادام یا ممپلي هغه خوندور مغزدي، چې ډېر زیات مینه وال لري. ممپلي نه يوازې خوندور خوراکي توکي دي، بلکې ډېرې نورې ګټې هم لري. د روغتیا پالانو په وینا ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، همداراز د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده. ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شته، چې سږو ته قوت ورکوی. دغه مغزي محصولات د نورو مغزي محصولاتو په پرتله په نړۍ کې یو په درېیمه برخه کرل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: