خیالي حکومت

لیکوال:جاوید علي خیل

شاید تاسو به هم کله د خیالي پادشاهي تجربه کړې وي،خیال او تصور یوازینی جهان دی چې څوک دې په کې د کوم کار او ارادې مخه نه شي نیولی،هرڅه چې دې زړه غواړي کولای یې شې،که ځانته پاچاهي جوړوې، که له ځانه د ټولې نړۍ ابرقدرت سازوې،که د نوبل میډالونه اخلې او که په نورو بیلابیلو ډګرونو کې د ګینس د کتاب ټول ریکارډونو په یوازې سر ماتوې مخه دې خلاصه ده،دا ټول څه د فکر د سرعت په برکت یوازې په څو ثانیو کې ترسره کولای شي.

د خیالي حکومت او پاچاهي جوړول که پخوا یوازې د بړستنې د چورتیانو او اوزګارو تمبلانو  کار و ، مګر اوس دغې پدیدې د سیاست عملي ډګر ته هم مخه کړې،اوس  د واقعي سیاست په میدان کې هم د خیالي حکومتدارۍ، خیالي تشکیلاتو، خیالي معارف او خیالي اردو او عسکرو شاهدان یو.

په تیرو څو میاشتو کې چې د اشرف غني په حکومت پسې ځینو نړیوالو د تفتیش ادارو څراغ رااخیستی، نو دایې موندلې چې ددې حکومت ډیرې برخې یوازې خیالي دي چې کوم خارجي وجود او مصداق نلري.

د سیګار په نوم یوې امریکایي ادارې څو میاشتې وړاندې وویل چې یوازې د معارف په برخه کې ۷۶۹ میلیونه ډالر په خیالي مکتبونو مصرف شوي دي، دلته باید یادونه وکړو چې د اشرف غني د خیالي تشکیلاتو او د بړستنې د چورتیانو د خیالي پاچاهۍ فرق په دې کې دی، چې هغې خیالي پاچاهۍ به که ټوله دنیا اداره کوله هم مصرف  او خرچه یي نه درلوده، مګر د اشرف غني دحکومت دغه تشکیلات که څه هم خیالي دي مګر بیا هم  په میلیونونو ډالر  هضموي  چې دا نو بیا سړي ته هماغه  کیسۍ وریادوي چې : آدم نسته بوی یې سته .

مفکر د خپل تفکر او تصور په زور یوازې  خیالي مکتبونه نه  دي ساز کړي ،بلکې د خیالي پوځونو او لښکرو لوی لوی  غنډونه او لیواګانې یې هم اماده کړې دي، څو ورځې وړاندې یوې امریکایي ورځپاڼې دا راز رابرسیره کړ، چې د حکومت لخوا د اعلامیدونکو امنیتي ځواکونو لوړ ارقام د  په لویه کچه خیالي دي،چې خارجي وجود نلري.

دغه د خیال او تخیل موضوع نن تردې رایاده شوه، چې د خیالي پاچاهۍ یوه برخه تیره ورځ د همدې خیالي تشکیلاتو له امله کنډو شوې ده، د فاریاب وکیل نقیب الله فایق د پارلمان په غونډه کې وویل چې تیره ورځ د طالبانو لخوا د غورماچ ولسوالۍ د نیول کیدو علت خیالي تشکیلات دي.

د فایق په وینا اشرف غني په خپل خیال او تصور کې د غورماچ لپاره ۵۰۰ ورزیده او ښه سمبال امنیتي ځواکونه  توظیف کړي وو او هره میاشت  هلته د پنځه سوه عسکرو معاش استول کیده مګر په واقعیت کې  هلته د عسکرو شمیر تر ۲۰۰ هم کم وو.

په غورماچ کې د خیالي پاچاهۍ د راز افشاء کیدل ښيي چې د مفکر د رژیم شاید  ډېرې  نورې برخې او پرزې  به هم خیالي او وهمي وي،اشرف غني چې مفکر شوی شاید وجه یي همدا د تفکر او تصور لوړ ظرفیت وي،خیال پردازي که څه هم شاعران یي ښه بولي  مګر دوه نقصه لري، یو داچې تصور او د خیال قوت د ماشومانو صفت بلل شوی ، ماشومانو ته مو که پام کړی وي، په کوچنۍ لښته یي پښه اړولي وي او بیا یي په ډير شوق د یرغه آس غوندې ځغلوي،دا د دوی دتخیل قوت ښيي چې له یوې لښتې هم ځانته آس یا موټر  مجسم کولای شي.

او د خیالي پاچاهي بل زیان دادی چې د واقعيت په وړاندې تاب نلري، یوازې لکه  کوم شیرین خوب لیدل یا لکه د چرسي  خمارماتی  آني لذت لري خو په یوه شیبه کې درڅخه هر څه له لاسه وځي. له همدې امله خو ویل شوي دي چې :

په تصور مې ځان پاچا کړ

سر مې راپورته کړ ملنګ ددنیا ومه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button