طالبان: د سولې راتلو تر ټولو مؤثره حل لاره د دوحې د تړون بشپړ تطبیق دی

عزم(دوشنبه، ۲۸تله ۱۳۹۹):طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې یوځل بیا پر امریکایي لوري تور لګولی چې ګواکې د دوحې تړون یې نقض کړی او په ځلونو یې له یاد تړون نه سرغړونه کړې ده.
طالبانو ویلي «د جنګ له میدان او وخت پرته په نورو سیمو کې د امریکایي ځواکونو بریدونه په ښکاره د دوحې له تړون سره ټکر کې دي»

طالبان ټینګار کوي چې هلمند کې یې یواځې هغه سیمې بیرته نیولې چې تیرکال د مذاکراتو په جریان کې ترې ګډوځواکونو نیولې وې « د رژیم وسله وال چې همدې سیمې ته راغلل، د خپل عادت سره سم یې د ولسي خلکو په ځور او تهدید او د ملکي وګړو د شتمنیو په لوټ او تالان پیل وکړ، خلک له دې حالت څخه سخت په عذاب شول، مجاهدینو له یاد شوي حالت څخه د مظلوم ولس نجات خپله دنده وګڼله او پر همدې سیمو یې چې تېر کال یې خوشي کړې وي، تېره اونۍ عملیات ترسره کړل، عملیات ډیر موفق وو، دښمن له سیمې پښې سپکې کړې او خلک یو ځل بیا دراحت او امنیت څخه برخمن شول.»
سرمقاله وایي چې تیرو ورځو کې امریکایي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملاتړ پر طالبانو او عامو خلکو درنې بمبارۍ وکړې، چې له زیانونو سربیره بیا هم طالب منسوبینو، خپل سنګرونه خوشي کړي نه دي او « په ټولو نیول شویو سیمو کې دخلکو په خدمت او امنیت بوخت دي.»

طالبانو ویلي چې امریکایانو د جګړې له ډګر او وخت څخه بهر هم هوایې بریدونه جاري ساتلي چې عامو خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه ور اړولي.« د دوحې تړون کې امریکا ژمنه کړې چې د جګړې د جریان او ځای پرته، بل ځای او وخت برید نشي کولای، مګر له تېرې اونۍ راهیسې یې د جګړې له ډګر پرته دهلمند په بیلابیلو سیمو او آن فراه کې هم ډرون حملې او بمبارونه ترسره کړي دي.»
طالبانو له امریکایي لوري غوښتنه کړې چې باید ژر تر ژره د افغان ولس او ددوی د منسوبینو پر ضد بریدونه ودروي اوخبرداری یې ورکړی دی چې«که امریکا د دوحې له تړون څخه تخلفاتو ته دوام ورکړي،د جګړې د شدت او عواقبو مسؤولیت به ورته راجع وي»

طالبانو د دو حې تړون ته یوځل بیا خپله ژمنتیا په ډاګه کړې او زیاته کړې یې ده چې « زموږ په نظر د جګړې د خاتمې او سولې راتلو تر ټولو مؤثره حللاره د دوحې د تړون بشپړ تطبیق دی.»
سرمقاله کې پر امریکایي لوري غږ شوی چې باید خپل مسؤولیت درک کړي او د دوحې له تړون څخه نه یوازي داچې سرغړونې ونه کړي، بلکې همدا تړون په بشپړه توګه عملي کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button