د افغانستان ـ ازبکستان ترمنځ په ځینو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کېږي

عزم (‌‌‌‌‌سه‌شنبه، ۲۹، تله، ۱۳۹۹ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن به د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ کابل ته راشي او په کابل کې به له ګڼو چارواکو سره وویني.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر سردار اوکتامویچ امورزاکوف د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد له چارواکو سره د همکاریو د پراختیا او کابل او تاشکند تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په هکله خبرې اترې وکړي.

«د دې سفر په ترڅ کې به ازبکستاني پلاوی د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ولسمشر د عالي مقام د دفتر عمومي رییس محمد شاکر کارګر، د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر بشیراحمد ته‌ینج، د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نثار احمد غوریاني، ټولګټو  سرپرست وزیر نجیب الله یمین، د ترانسپورت سرپرست وزیر قدرت الله ذکي او همدارنګه دې رېل پټلۍ له عمومي رئیس محمد یما شمس او برېښنا شرکت له عمومي رئیس احمد داود نورزي سره وګوري.»

د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکي به د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا او د سوداګرۍ او ترانزیت، سیمه‌ییز پیوستون او ګډو زيربنايي پروژو په برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې اترې وکړي. همداراز، تمه ده چې د همدې سفر په ترڅ کې به د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو او دکرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارتونه  له خپلو اوزبیکستاني پلاوي سره د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button