د عجایبو په وطن کې…!

عنایت الله خاموش
قحط الرجال هم عجیبه کانې کوي، هغه هم په هغه وطن کې چې بې شمېره عجایبې پکې شتون لري. فاسد و غل پکې د مالیې وزیر، قاتل پکې د جنایتونو د مخنیوي مشر، فاحش یې د محکمې مشر یا دیني مشاور، دروغجن پکې ویاند، پردیپال پکې د کلتور وزیر، خائین پکې د اصلاحاتو مشر، جنایتکار پکې د بشر حقوق مشر او…؛ لنډه دا چې هر څه پکې سرچپه وي.
چا یوه ټوکه کوله وی: له یوه لوړ پوړي چارواکي سره معرفي شوم، راته یې وویل چې څه دنده لرې؟ ما ورته وویل چې د خلکو سرونه اصلاح کوم. نو ول دی ډېر خوښ شو چې ډېر ښه، ته باید له موږ سره کار وکړې، موږ ځینې سمینارونه جوړوو، په هغه کې به د خلکو اصلاح کوې. زه هم وی خوښ شوم، چې ځه ښه ده کار درته پیدا شو. ول کله چې مي کار پیل کړ، په لومړۍ ورځ یې ور وغوښتم چې فلانکی دي دریځ ته راشي او خپل اصلاحي پروګرام دي پیل کړي. نو ول خندا و شور خو هله پیل شو، چې کله زه له بیاتي ګانو او نورو وسایلو سره ورغلم او یوه کس ته مي بلنه ورکړه او د ویښتانو په ور سمولو مي شروع وکړه. هههه
په بیچاره افغانستان باندي همغه چم شوی. که چا وویل چې زه دا یا ها کوم، دستي ورته کور مغزه مشران دنده ورکوي او په ډېر ویاړ یادونه هم کوي چې کار یې اهل کار ته سپارلی، ډېر ژر به هر څه سم شي؛ خو هغه بیا تر هغه هم بدتر شي.
نو خبره مي تر دې کوله، چې په همدې غم ځپلي، جګړه ځپلي، اشغال ځپلي، نا اهله ځپلي، ټامي ځپلي، جنایتکار ځپلي او… ځپلي هیواد کې اوس بیخي سره ړنګه ده. د غلو، جنایتکارو او اختطافګرو مشر ته د همدې جرمونو د مخنیوي دنده سپارل بیخي په ولولو لمانځل کېږي…. اوس مي تازه یوه نابلده لا دا واورېده چې د ارګ لومړي مرستیال ته، چې په کابل او شمالي ولایتونو کې د مجرمینو د یوه مهم بانډ مشر دی؛ تازه په تازه د کابل د امنیت دنده سپارل شوي. دا اقدام داسې مهال شوی چې په دې وروستیو کې جرمونه بیخي زیات شوي او داسې یو حالت رامنځته شوی چې د پوستې ترمخ لا خلک لوټل شوي.
نو مال وه بېخ یې شین کړې د مفکر په دې فکر او تصمیم. غله ته یې د غلو څخه د ښار پاکولو دنده سپارلي. چې هم به غله د یو څه وخت لپاره استراحت وکړي، هم به له سرګردانۍ خلاص وي او هم به هغه پیسې چې په سختۍ به یې پیدا کولې؛ په یو ځل له حکومت څخه ترلاسه کړي. یواځي په دې توپیر چې هم به تبلیغاتي مواد برابر شي، هم به د غلو د ځپلو په پلمه دولتي بودیجه لوټ شي او هم به ارګ مشر یو ځل بیا ووايي چې جوړ مي کړ که مي نه کړ/ ورک مي کړل که مي نه کړل؟
نور نه کوم دایمي ښه والی راتلای شي او نه امنیت. بلکې غله به هوسا شي. یو څو خپل کسان به ونیسي او دا به وښيي چې دا دی دومره مو ونیول. خو هو یوه خبره شته چې غله دا وار په سیستماتیک ډول د ملت پر ځای حکومت شکوي، نور هیڅ نه.
نو خبره دا ده چې د کابل ادارې مشران ټول په جنایي جرمونو او غلاو کې ښکېل دي. ځکه همدغه بدمرغه انسانانو ته دوی د دغه جنایتونو د ترسره کولو زمینه چمتو کړي. دا اوس چې کوم تغیر و تبدیل رامنځته کېږي او د اصلاحاتو نوم ورکول کېږي، ټول تبلیغاتي افواهات دي. نور هیڅ نه. کنه وخت به ثابته کړي چې دا کارونه ټول مخکې-له مخکې پلان شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: