فاتح ځواک د طالبانو د سياسيونو او نظاميانو ترمنځ د همغږۍ ښکارندوی

لیکنه: محمودالحسن محمود

 

بسم الله الرحمن الرحيم

طالبان په پرلپسې توګه د خپلو پوځي تمريناتو ويډيوګانې خپروي ، خو په دې وروستيو کې د فاتح ځواک په نامه د طالبانو د پوځي تمريناتو خپرېدونکي فلمونه ځانګړی امتيازي حيثيت لري ، له يوه پلوه د فاتح ځواک په فلمونو کې د طالبانو د مشرتابه په ګډون د طالبانو د لوړې کچې د سياسي او پوځي مشرانو پيغامونه خپريږي او له بله پلوه د فاتح ځواک په فلمونو کې کمساري حيرانونکي پوځي نمايشات نندارې ته وړاندې کيږي .
له پيغامونو څخه يې څرګنديږي چې د طالبانو سياسيون او نظاميان ټول د خپلو غليمانو په وړاندې په يوه کرښه کې د يوه پياوړي ديوال په څېر ولاړ دي ، ترمنځ يې پياوړې همغږي شتون لري .
له حيرانوونکو نظامي نمايشاتو څخه څرګنديږي چې د طالبانو پوځي وړتيا پرمختګ کړی ، روزنه يې عصري شوې ، ډول ډول پوځي جوړښتونه لري او جنګي ځواک يې د يو هيواد د پياوړي اردو شکل خپلوي.
د شنونکو له آنده طالبان د خپلو پوځي وړتياوو په ښکاره کولو غواړي پيغام ورکړي چې که په بين الافغاني مذاکراتو کې کوم تړون رامنځته کيږي بايد د دوی جنګي ځواک د افغانستان د راتلونکي نظام د پوځ په توګه اصليت خپل کړي او يا به يواځې د دوی ځواک د راتلونکي نظام اصلي ځواک وي ، له دې سره په هغو ټولو فرضيو باندې کرښه راښکل کيږي چې لويديځ والو او د دوی ملګرو له طالبانو سره له مذاکراتو څخه درلودلې او غوښتل يې چې د ځينو اسلامي حرکتونو په څير طالبان هم د سولې او مذاکراتو په مټ بې وسلې کړي ، د يوې مرحلې لپاره يې د سياسي امتيازاتو په دام کې راګير کړي او بيا يې د تل لپاره داعيې ته د پای ټکی کيږدي .
خو داسې معلوميږي چې طالبانو لا له وړاندې د دې فرضيو د ناکامۍ لپاره چمتووالی درلود او تراوسه په دې بريالي شوي چې د دې فرضيو په خلاف روانه مذاکراتي پروسه په خپله نفعه وکاروي او لويديځوال او ملګري يې د حيرت په يوه بيابان کې ودرو‎ي .
محمودالحسن محمود

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button