زیتون او اقتصادي ګټې یې

د زیتون تاریخچه:
زيتون عربي کلمه ده چې په پښتو کې ورته ښوون وایي، انگليسي نوم یې (Olive) او علمی نوم یې (Olea europaea) دی.‌ د شرقي مدیترانې په سیمو ( جنوبي او شرقي اروپا،‌ غربی آسیا،‌ او شمالي افریقا) کې پیدا کیږي. سربیره پر دې د عراق او ایران په شمالي سیمو ‌او د کسپین بحیرې په جنوبی څنډو کې هم پیدا کیږي. داسې شواهد نشته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره کې دقيق معلومات ورکړي داسې معلوميږي چې ډير پخوانى بوټى دى، چې د ځمکې پر مخ موجود دى؛ خو اټکل کيږي چې له ميلاد څخه تقريباً ٣٠٠٠ کاله مخکې زيتون کرل د مديتراني په سواحلو، په فلسطين، سوريه او ترکيه کې شروع شوي دي او تقريباً له ميلاد څخه ١٠٠٠ کاله وړاندې ايټالي، هسپانيې او بيا نورو عربي ملكونو ته دا لړۍ خپره شوې ده. ځينې اټکلونه ښي، چې: زیتون د لومړي ځل لپاره په لویديځه اسيا کې ٨٠٠ کاله پخوا ټوکيدلی دی. چې بيا د روم د دواړو خواو، منځني ختيځ او اروپا ته رسیدلی دی؛ اوس د نړۍ ٩٠ سلنه پيداوار له دې سيمو څخه لاس ته راځي. هغه هېواد چې زیات زیتون تولیدوي، هسپانیه ده، چې: ۱۸۲۴۱۸۰۹ ټنه زیتون تولیدوي، بیا ورپسی ایټالیا او یونان، ترکېه او سوریه دی؛ خو باید وویل شي، چې: زیتون په نړۍ کې یو تر ټولو ډیر کرل کېدونکې نبات دی، یوازې په ۲۰۰۹ کال کې ۹.۹ ملیونه هکتاره ځمکه کې زیتون کرل شوی وو.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره مهمه ده، چې د زیتون تر ټولو زړه ونه هم وپېژنو، یاده ونه چې د(Pliny the Elder)له قوله ۱۶۰۰ کاله عمر یې درلود په لرغوني یوناني دوره کې موجوده وه. همداراز د اتن په ښار کې یوه بله ونه چې نوم یې (Plato’s Olive Tree) یا د افلاطون د زیتون ونه بلل کېده، ویل کیږي، چې: ۲۴۰۰ کاله عمر یې درلود. ځینې معلوماتي سرچینې په ډاګه کوي، چې: په پرتگال کې هم یوه ډیره زړه د زیتون ونه شته چی عمر یی ۲۰۰۰ کاله دی.
په قران کریم کې د زیتون ذکر:
په قران کريم کښي الله جل جلاله د نورو شیانو ترڅنگ په زيتون سوگند کوي (سورة التین). الله ج د زيتون ونې ته د مبارکې ونې نوم هم ورکړى او خپل نور یې د يو ډول څراغ يا ډيوې سر تشبيه کړى، چې د دغې ونې له تيلو څخه بليږي. (سورة النور).
ویل کیږي، چې: د روم د بحري سواحلو کې د اباحبشا سیمې اوسیدونکي د دغې گټورې ميوې څخه خبر و‌ او که وکتل شي، نو کله چې د نوح علیه السلام بيړۍ د جبوري په غاړه لنگر واچاوو؛ نو په دې وخت کې هغه مرغه چې د وچې ځمکې اعلان یې کاوه، په مښوکه کې یې د زيتون د ونې پاڼه نيولې وه.
د زیتون ارزښت:
د زیتون د میوی څخه په مستقیمه توگه استفاده کمه ده؛ مگر د هغه د تیلو څخه په ستره کچه ګټه اخیستل کیږي.‌ په نړۍ کې همدا اوس د زیتون ٨٠٠ ميلونه ونې چې تقريباً ٩٠٠ ميلونه هکټاره ځمکه یې پوښلي، کرل شوې دي.
څرنگه چې زیتون د تندې په مقابل کې نورو ونو ته ډير مقاومت لري او هم په ډيرو خوارو او شگلنو ځایونو او حتي د تيږو په درزونو کې وده کولى شي، همداراز یې غوړي او اچار د صحت لپاره ډير گټور دي او کلسټرول هم نلري؛ نو ځکه په وچو او نيمه وچو سيمو کې د هغه د باغونو د جوړولو لپاره د خلکو او دولتونو له خوا کار پیل دی؛ خو که چیرې دغو ونو ته زیاتې اوبه ورکړل شي، حاصلات به یې څو چنده نور هم ښه شي. (Fernandez) او (Moreno) په ١٩٩٩ م کال کې وويل، چې: نوموړى نبات د مالگو په مقابل کې ډيره ښه مقاومت لري؛ نو د دښتو د سمسورولو لپاره او خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره ډير ښه بوټى گڼل کيږي او د هوا وچوالی کمولى شي.
زمونږ د هيواد ختیځ ولايتونه ننگرهار، لغمان، کوڼر او نورستان چې وچ اقليم لري، موسمي بادونه او بارانونه پکې شته؛ خو بیا هم د گرمي شدت پکې زيات وي، نسبت ټولو ميوه لرونکو ونو ته زیتون پکې زیات مقاومت کولى شي؛ نو د دې سيمي د سمسورولو په خاطر هم د لږو ځمکو او بې ځمکو خلکو ته د کسب او کار پيدا کول او د هغو د ژوند د ښه کولو په خاطر زیتون يوازينی مناسب او د توافق وړ نبات گڼل کيږي، چې په هغه وچو شگلنو او د تيږو د ډکو دښتو څخه اقتصادي استفاده وشي .
د زیتون ونه:
په پسرلي کې زرغونیږي، چې قد یې ډير لوړ نه دی، سپين رنگ او شنې پاڼي لري، چې نسبتاً ضخيمه او سپيره ده، پاڼي یې د يو بل په مقابل تنظيم شوې، چې هر پاڼه ځانته موقيعت لري پلن شکل او لڼده لکۍ يا (Petiole) لري، دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى، چې: په تيږو لرونکو او شگلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د نشتوالي او د گرمې او سړې هوا سره توافق کولى شي . که چيرې د دي بوټي پالنې اوروزنې ته ښه پاملرنه وشي؛ نو په نتيجه کې زيات حاصل ترې ترلاسه کيدلى شي. دغه نبات په هر قسم خاوره کې په مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسيږي ښه وده او نمو كولى شي . د زیتونو ځينې ونې تقريباً ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ کلونو پورې ميوه ورکوي.
د زیتون استعمال:
زيتون خام استعمال ډير ګټور وي، که په غذا کښې وخوړل شي مثبت تاثيرات یې نور هم زياتيږي د پاخه زيتون ترخه ماده (Oleuropein) په نوم ياديږي. د تريخ والي د ختمولو له پاره د پوتاشيم او د اوبو په محلول کښې لمدوي او بيا یې د اوبو په محلول کښې ساتي، د څه وخت په تيریدو سره ترخه ماده له منځه ځي . شنه يا غوره زيتون د پخو زيتونو په پرتله ډيره مينه وال لري او ميوه هم په نورو خوړو کښې کاروي . د غوره شنو زيتونو څخه زړي اوباسي او په نورو سبو کـښـي گډيږي، چې: بیا یې خلک په بازارونو کښې د خرڅلاو لپاره وړاندي کوي .
د زیتون کرنیزه ساحه او خصوصیات:
د اوبو نشتوالى د نبات ودې دکمښت سبب گرځي لکه څنگه چې پورته يادونه وشوه زيتون کرنيزې چارې بايد په پام كښې ولرو. زيتون باید په باغونو کې منظم او د قطارونو پر بنسټ وکرل شي، په یو هکتار ځمکه کې باید د ونو شمیر له ۱۰۰ تر ۴۰۰ پورې وي.
یو تن زراعت پوه بورډيس په کال ١٩٧٥ ميلادي کې د زیتون د ونو کښینولو په اړه وویل: که چيرې د زيتون د ونو تر منځ فاصله  4 x 4مترو په اندازه وي؛ نو په يوه هکتار ځمکه کې د ٦٢٥ تعداد ونو څخه ٥٠٠ ليتره غوړي يا تيل تر لاسه کيږي. د زيتون د حاصلاتو اوسط ارقام رسمي ساحه کې د ١٠٠٠ بوټو څخه په يوه هکتار کې ٢٠٠٠ کيلو گرامه حاصل تر لاسه كيږي. د غوړيو سلنه يې د ٢٠٠٠ کيلو گرامو په مقابل کې ٦٠٠ کيلو گرامه ده، چې: په دې حساب سره په سلو کښې ٣٠ فيصده غوړي لاس ته راځي .هېره دې نه وي، چې: د زیتون حاصل په مني او ژمي کې رفع کیږي، د حاصل ټولولو لپاره ونه ښورول کیږي او بیا په ټوکریو کې ټولیږي، بله لاره یې داده چې محصول مستقیم له ونې څخه په ټوکرۍ کې راټول شي، چې: دا یې غوره لار ده.
د زیتون روغتیايي ګټې:
سره له دې چې زیتون یوه خوندوره او مقوي مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او په بدن کې د نورو ګڼو ناروغیو مخه نیسي. د زیتون له غوړيو استفاده اوس ډېره شوې، خلک یې په ځینو خوړو کې کاروي؛ ځکه دغه غوړي په خپل ترکېب کې په زیاته اندازه مغذي مواد لري. اوس چې کرنې یې په نړیواله کچه پرمختګ کړی، د زیتونو د مېوې ډېر ډولونه پیدا کېږي، چې کېدای شي په هره بڼه کې یې د شته موادو شتون هم توپیر وکړي؛ خو په ټوله کې زیتون هغه که په هره بڼه وي، د روغتیا لپاره ګټور دی. کولی شو له زیتونو څخه په سلاد، برګر او يا هم په هغو خوړو کې ګټه واخلو، چې په ورځني ډول یې په خپل کور کې پخوو. زیتون په خپل ترکېب کې په زیاته اندازه مغذي او معدني مواد، بېلابېل وېټامینونه، اوسپنه، فیبر، فنولي ترکېبات، اوليیک اسید او انتي اکسیدان لري. دا چې په په ټوله نړۍ کې نن سبا د زړه ناروغۍ په ډېرېدو ده او خلک په دې لټه کې دي چې څه ډول وکولی شي پر دې بدمرغه ناروغۍ اخته نه شي، ښه لاره یې په خوړو کې د زیتون غوړو کارول او خپله د زیتون مېوه خوړل دي، چې د زړه پر ناروغیو د اخته کېدو مخه نیسي. په زیتونو کې فنولي ترکېبات په بدن کې د سرطان د خپرېدو په مخنيوي کې مهمه ونډه لري. دا چې فنولي ترکېبات د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي؛ نو له دې سره د سرطاني ناروغیو مخه هم ډب کېږي. څېړنو دا هم په ګوته کړې ده چې په زیتون کې د هیدروکسي تیروزول و او ليوروپین ترکېب هډوکي پیاوړي کوي او نه پرېږدي چې پوده شي. د زیتون غوړ او یا خپله د زیتون خوړل د مفاصلو درد او التهاب له منځه وړي او له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې د روماتیزم پر ناروغۍ اخته دي. دا چې زیتون په خپل ترکېب کې په زیاته کچه فیبر لري؛ نو که په ورځني غذایي رژيم کې ور څخه ګټه واخلئ هېڅکله به هم د هاضمې په سيستم کې له کومې ستونزې سره مخ نه شئ. همداراز زیتون د الرژیکي غبرګونونو لپاره هم ګټور تمامېږي، په زیتون کې د موادو شته ترکيبونه د هيستامین په څېر کار کوي او کولی شي چې حساسیتونه را کم کړي. که یې په ورځني ډول وکارو؛ نو له هر ډول حساسیت څخه به په امن کې شو. هیره دې نه وي، چې: د زيتون ميوه د ١٠ – ٣٣ فيصدو پورې غوړيو نه پرته په خپل ترکيب کي پروتين، کلسيم، اوسپنه او ويتامين A ، B1، B2  او pp هم لري او هم يوه زياته اندازه انرژي توليدوي.
د زیتون اقتصادي ارزښت:
دا چې زیتون په نړیواله کچه پېژندل شوې میوه او ونه ده؛ نو د طبي او روغتیايي ارزښت ترڅنګ اقتصادي ارزښت هم لري. د زیتون میوه په نړیوالو بازارونو کې په لوړه بیه خرڅيږي، چې د یوې کیلو بیه یې له ۱۲۰۰۰ تر ۱۴۰۰۰ ډالرو ټاکل شوې ده. په افغانستان کې هم هر کال د زیتون ونې کینول کیږي، چې: زیاتې یې په ننګرهار ولایت کې وی. دولتي معلومات ښيي، چې: سږ کال به په ننګرهار کې د زیتونو د تولید کچه ۱۲۰۰ ټنه وي. یوازې په روان ۲۰۱۷ م کال کې په ننګرهار کې په ۴۶۰۰ جریبه ځمکه کې زیتون کرل شوي، همدارنګه ۵۰۷۰۰۰ نورې قلمې هم کینولو ته تیارې شوې. باید وویل شي، چې: د زیتون له میوې اچار، تیل او د حیواناتو له پاره کنجاړه هم جوړیږي، چې ټولو انسانانو او حیواناتو ته ښه غذايي شبکه جوړوي.

لیکنه: سمسور
ماخذونه: پښتو ویکیپیډیا، زراعت کتاب او تعلیمي نصاب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: