د کابل د امنیه قومندانۍ د مخدره موادو د کشف امر لمر خلیل ترور شو

عزم(چهارشنبه، ۳۰ تله ۱۳۹۹): تیره شپه ماخوستن مهال د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیت امر لمر خلیل چې د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د خاله زوی هم وو کابل کې ترور شو.
هغه د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د خپل کور مخته سیمه کې د نامعلومه وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د یادونې وړ دی چې د نوموړي د وژلو مسئولیت لا چا به غاړه نه ده اخیستی.
په دې وروستیو کې کابل ښار کې هدفي وژنې او غلاوې ډیرې شوی چې د کابل امنیتي چارواکي یې په مخه نیولو کې پاته راغلل او د څه مودې لپاره د ښار امنیت د غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شو خو هغه یې هم په مخه نیولو کې تر دا مهاله پاته راغلی.