کندهار: د میلکو د شېدو کارخونه ۳۵ډوله تولیدات لري

عزم (‌‌‌‌‌پنج‌شنبه، ۰۱، لړم، ۱۳۹۹ل): د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د میلکو شېدو کارخونه اوس‌مهال ۳۵ډوله تولیدات لري، چې ګڼو ولایتونو ته یې هم لېږي.

د ریاست د مسوولینو په خبره، د کندهار  دشور اندام په صنعتي پارک کې د ميلکو د شېدو توليد فابریکه له څو کلونو راپدېخوا فعالیت لري، چې په دې وروستیو کې یې تولیدات مخ په ډېرېدو دي.«دغه د شېدو د توليد او پروسس فابریکه چې د ۴ ميلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه جوړه شوې، په لومړیو کې یې دلبنیاتو په سکتور کې یوازې څلور قلمه تولیدات درلودل، خو اوس یې دغه تولیدات ۳۵ قلمو ته رسېدلي دي.»

د میلکو د شېدو د کارخونې مسوولین وايي، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ زره کيلو ګرامه شېدې او نور لبنیات توليدوي او ترڅنګ یې په دغه فابریکه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه دپاسه ۸۰۰تنه دکندهار ښاریان په کار بوخت دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان په کال ۱۳۹۵ یم کې د ۳۹ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ زره ټنه شېدې وارد کړي دي خو په کال ۱۳۹۸ یم کې دغه شمېره ۱۵۰۰۰ ټنو ته چې ۹ مېلیون امریکايي ډالرو ته رسېږي را کمه شوې ده.

پرون د کرنې وزارت هم ویلي وو، په کابل کې د شېدو د پروسس د یوې لویې کارخونې کارونه ۸۵سلنه بشپړ شوي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: