د پاکستان د وېزو ستونزه ولې نه حلېږي؟

خط اول:
نوره نړۍ لگیا ده له خپلو گاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې ختموي. دوی په خپلو پولو د عسکرو لویې ـ لویې پوستې نه جوړوي، بلکې خپلې پولې یوازې په رنگونو معلوموي. اروپا خپلو کې سرحدي ستونزې حل کړې. اروپا داسې ووېشل شوه، چې د یو کور په منځ کې هم کرښه راغله. د یوه کور خونه په یو هېواد او بله خونه په بل هېواد کې پاتې شوه. اوس په اروپا کې وېزه ختمه شوې. که د یوه اروپايي هېواد تابیعت ولرې، نو په ټوله اروپا کې درنه څوک پوښتنه نه کوي. له بده‌مرغه د انگلستان له‌خوا اسلامي نړۍ داسې ووېشل شوه، چې د ټولو هېوادونو ترمنځ لانجې پر ځای پاتې شوې. هغه هېوادونو چې له انگلستان خپلواکي اخیستې ټول یې په خپلو کې سرحدي ستونزې لري. دوی په قصدي ډول د یوه هېواد خاوره بل هېواد ته ورکړې. دوی په ناخبرۍ نه، بلکې په شعوري ډول داسې وېش کړی، چې په راتلونکي کې هم اسلامي هېوادونه خپلو کې سره وخوري او دوی یې ننداره کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم همداسې یوه لانجمنه ستونزه پرته ده. له ننه ۱۳۱کاله مخکې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ډېورنډ کرغېړنه کرښه تېره شوې. د دې کرغېړنې کرښې له امله پښتانه دوه ټوټې شول. یوه برخه یې د هغه وخت د برېتانوي هند او بله یې په افغانستان کې پاتې شول. دواړو خواوو ته د یوې ژبې، یو قوم، یو دین او یو مذهب خلک اوسېږي؛ خو د دوی ترمنځ تگ راتگ بې له وېزې او پاسپورټ ناشونی دی. کله چې په ۱۹۴۷ز کال کې پاکستان جوړ شو، د ډېورنډ ستونزه همداسې پاتې شوه او زموږ دغه خاوره اوسني پاکستان ته ورکړل شوه. د پاکستان د جوړېدو ۷۳کلونه تېر شول. د حامد کرزي تر وخته دغه پوله هېڅ حکومت په رسمیت ونه پېژنده. که څه هم پر افغانستان روسیې او بیا امریکا یرغل وکړ، دلته لاسپوڅي حکومتونه جوړ شول، په افغانستان کې د نظام په نامه څه پاتې نه‌شول او کورنۍ جگړې هم وشوې، خو ډېورنډ کرښه بیا هم همداسې پاتې شوه.
کله چې په ۱۳۹۳ل کال کې اشرف غني واک ته ورسېد، نو پاکستان ته یې د سولې په برخه کې د امتیاز ورکولو لړۍ پیل کړه. د فاروق وردگ له خولې چې ډېورنډ کرښه د اشرف غني له لوري په متحده عربي اماراتو کې پر پاکستان په ۷۰مېلیونه ډالر وپلورل شوه. د اشرف غني په امر پر ډېورنډ کرښه تېرېدونکي خلک باید پاسپورټ او وېزه ولري او د مخکې غوندې بې‌له پاسپورټه او وېزې تگ راتگ بند شو. اوس دواړه لوري مجبوره دي چې د تگ مخکې باید پاسپورټ او وېزه ولري. پاکستان لا هم قرار ناست نه‌دی او هره ورځ په دې هڅه کې دی، چې د ډېورنډ کرښې مخکې راشي او د افغانستان په اوسنۍ خاوره کې خپلې پوستې جوړې کړي.
ننگرهار او د وېزې ستونزه
له تېرو پنځو کلونو راهیسې په ننگرهار کې د پاکستان د وېزې د ورکړې ستونزه ده. د ننگرهار څو والیان بدل رابدل شول، خو دې ستونزې ته هېڅ پام ونه‌شو. بېلابېلې طرحې جوړې شوې، مهال وېش جوړ شو او ستونزه د څو ورځو لپاره حل شوه، خو وروسته بیا هماغه گڼه گوڼه او د خلکو شکایتونه پورته کېږي. له تېرو اوو میاشتو راهیسې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلگري تړل شوې وه، خو له تېرو دوو اوونیو راهیسې د وېزې د ورکړې لړۍ پیل شوې. د چهارشنبې په ورځ د وېزو د ټوکنو اخیستلو پر مهال ۱۲مېرمنې مړې شوې او ۱۲نارینه ټپیان شول. موږ ډېر بې‌حافظې خلک یو. دغه مړي او ټپیان به یوازې یوه ورځ یادوو او راتلونکې اوونۍ به بیا هماغه حال وي. نه به ورته چارواکي بنسټیز حل پیداکړي او نه به دغه ستونزه دایمي حل شي. پکار ده چې دغه ستونزه څومره ژر کېږي باید حل شي؛ ځکه خلک مجبورۍ لري. زه داسې کورنۍ پېژنم چې له کرنتین مخکې په مېلمستیا راغلې او اوس په میاشتو ـ میاشتو دلته پرتې دي. له پېښور زموږ رغېدل نه‌شته. دواړو لوریو ترمنځ د نورو گډو ټکو ترمنځ زرگونه خېښۍ شوې او اوس هم په پېښور کې له درې مېلیونو ډېر افغانان اوسېږي. که اوسني او مخکېني حکومت غلا نه وی کړی، د نړۍ د خیرات پیسې یې سمې لگولی وی، دلته یې روغتونونه جوړ کړی وی، نو نن به زموږ دغه حال نه وی. د ننگرهار په وروستي ناورین کې د ۱۹کلن حکومت ټول چارواکي ملامت دي او ټول به یې حساب ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button