سوداګرۍ خونه: کابل کې د غلاوو له امله ۶۰سلنه سوداګري کمه شوې

عزم(پنجشنبه،۱، لړم ۱۳۹۹):
د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي چې د دوی د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې چې د کابل ښار بیلابیلو سیمو کې وسلوالې غلاوې، مرموزې وژنې او جنایي پیښې ډیرې شوې، د سوداګرۍ کچه هم تر نیمایي زیاته ورسره لویدلې ده.

د افغانستان د خونو فدارسیون مرستیال خان جان الکوزي رسنیو ته ویلي، دامهال، په کابل ښار کې د شوکو او غلاوو له امله په سوداګریزه راکړه ورکړه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی.
نوموړی وایي چې، اوس د وسلوالو ډاګیزو غلاوو له امله کاروباري خلک سهار ناوخته او مازدیګر وختي مهال کورونو ته ستنیږي چې له کبله یې اقتصادي چارې مخ پر زوړ روانې دي.
الکوزی زیاتوي«د وخت له لحاظه څلور پنځه ساعت وخت را کم شوی، په ټولیز ډول د سوداګرۍ په عرصه کې شپېته فیصده کمښت راغلی، داسې معلومېږي، چې په ګمرکونو کې عواید له منځه تللي.»

سوداګرۍ خونه داسې مهال دا شکایت کوي چې په همهاله توګه د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د نظم قومانده پر غاړه اخیستې، خو نه یواځې دا چې وسلوالې غلاوې ورسره کمې شوې نه دي، بلکې لا یې زیاتوالی موندلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: