ظالم واکمنان او تر پښو لاندې ولس!

عنایت الله خاموش
د ننګرهار پېښه دردونکې ده او هر رښتینی افغان پرې خپه دی؛ خو دا حالت ولي رامنځته شو؟
یوه دوست چې ډاکټر دی، کیسه کوله ویل یې: زه پېښور کې افغان قونسولګرۍ ته ورغلم. هلته مو یو دوست کار کوي. ورته ومي ویل چې دا خلک ولي د پولي دواړه خواو ته ځورول کېږي؟ ول هغه راته ویل چې که چېرته موږ په خپلو سټېکرو کې د پنځوس په شاوخوا کې زیاتوالی راولو، نو دغه ګڼه ګوڼه به ونه اوسي. خو له بده مرغه چې موږ ته د سفارت له لوري-سره له دې چې هر وخت د زیاتوالي غوښتنه کوو- همدغه سټیکر را لیږل کېږي او زیاته یې کړه چې همدغه کسان په لوی لاس عامو خلکو ته ستونزي جوړوي، ترڅو له یوه لوري د دوی جېبونه ډک شي او له بله پلوه د نورو د خوښۍ سبب شي.
افغانستان ته تر اوسه پورې میلیاردونه ډالر د مرستې او پرمختګ په بهانه راوړل شول؛ خو په دا دومره کلونو کې یو داسې کار پرې ونشو چې افغانان په دوامداره توګه هوسا کړي. تر اوسه پورې سلګونه میلیونه ډالر د زور واکانو، ټوپکیانو او نورو غل و غدوی؛ په قبرونو جوړولو مصرف شول. میلیونونه نور بیا د فاسدینو او… په پړسولو او همدارنګه نور بیا د خپلو افغانانو په وژلو مصرف شول او… . خو عام ملت سره له دې چې ډیر زیات وربړول شو، بیا یې هم له ستونزو او کړاونو سره مقابله ده.
له کله چې افغان خاوره اشغال شوي او دلته یو څو پردیپال، پیسه دوست او د نورو اجنټان واکمن شوي؛ کابو هره ورځ په عام ملت ویر ټیټ وي. له پاکستان سره په تګ راتګ کې ستونزې د اشغال له لومړیو څخه را پیل شوي او ورځ تر بلې زیاتېدونکې دي.
د کرزي په دوره کې هم له پولې څخه په اوښتلو کې ستونزې موجودې وې. مګر له کله چې غني او ډله واکمنه شوي، دغه ستونزې څو چنده زیاتي شوي. حتی تر دې چې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار کش شو او پاکستاني لوري ته وویل شول چې له وېزې پرته دي هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، ترڅو هغه لور ته سفر وکړي. ویزې هم دومره ریشخندي دي چې هره ورځ کابو لس سلنه مسافر ترې برخمن کېدای شي، پاتي نور د نوبت تر رارسېدو پوري د محل د هوټلیانو، کمېشن کارانو او نورو غلو له لوري ښه وشکول شي. خو غني بیا هم په ډېر ویاړ وایي چې جوړ مي کړ که مي نه کړ؟ دلته ده چې موږ ویلای شو، چې په افغانستان کې هره ورځ لسګونه داسې پېښې رامنځته کېږي چې افغان ملت ځوروي او د دې ټولو ناورینونو او غمیزو تر شا د همدغه ټامي مخلوق او غني لاس دی. ځکه څومره پیسې چې د ټوپک سالارانو او نورو پردیپالو په پړسولو مصرف شوې، که یې نیمایي هم په روغتیايي برخه کې مصرف شوي وای، اوس به موږ د نورو وطنو په ډاکټرانو پسې بل وطن ته نه تلو؛ بلکې په خپل وطن کې به خدمات راته وړاندې کېدل. خو له بده مرغه چې موږ د داسې غلو په دام کې را ګیر شوي یو چې د هیڅ افغان وینه او د هغوی د ژوند ښه والی ورته اهمیت نه لري.
نو تر هغې چې په افغانستان کې د پردیو تر وزر لاندي راغلي کسان واکمن وي؛ تر دې به د بدو ورځو تمه کوو. او تر هغې چې دغه ظالمان او د پردیو ځيره خواره وینه زبېښونکي پر افغان خاوره خپل راج چلوي، تر هغې به مو دا ملت همداسې تر پښو لاندي کېږي او په غربت کې به ژوند له لاسه ورکوي. دلته باید د بلند منزلونو له درلودونکو واکمنو څخه وپوښتل شي او ورته وویل شي چې دا دومره وخت چې مو زموږ پر سر تجارت وکړ، کوم خدمت مو راته وکړ؟ کومه داسې کارنامه لرئ چې موږ پرې وویاړو؟ په کوم اړخ کې مو موږ هوسا کړي او د پردیو له احتیاجه ایستلي یو؟ او…؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: