افغان او ورور وژنه:

لیکنه: محمد تقي حقاني
ایا د طالبانو جګړه د کابل اداري سره جهاد ورور وژنه او افغان وژنه ده؟
مخکې چې امریکا سره افغان عسکرو ملتیا او د طالب مقابل جنګ افغان یا ورور وژنه نه وه،
له دې معلومیږي چې د امریکا تړون نه مخکې له کابل ادارې سره جنګ جهاد و.
ځینې چارواکي وایي چې طالبان دې افغان وژنه بنده کړي او کله بیا چېغي وهي چې امریکا سره تړون او مسلمان وژنه کوي.
دوي ته باید و ویل شي چې دوی د اشغالګرانو ملتیا کوله هلته افغانان او مسلمانان وژنه نه وه؟
نو ایا دا اوس جنګ بیا ولي افغان یا ورور وژنه ده؟
د کابل اداره کې چې مخکي کوم کسان وژل شوي دي مطلب د کابل ادارې له قوله د هغوی مرګ روا و، ځکه اوس نارې وهي چې افغان وژنه بس کړی، چې مخکې روا و نو بیا دا اوس د کابل ادارې مرګ په کوم دین او اسلامي شریعت ناروا ده؟

باید و وایم چې موږ ته لا د کګلېچونو او خنډونو ډکه لاره پاته ده، موږ تر اوسه فتنې له منځه نه دي وړي او هغه هدف ته نه یو رسېدلې.

موږ اشغالګرو سره کومک کونکي لا نه دي ختم کړي، خپلواکي مو نه ده لاسته کړې او شرعي نظام مو نه دی قایم کړی.
چې خالق الکائنات راته په خپل کلام کې وړاندوینه له وړاندې کړې.

وَقٰتِلُوهُمْ حَتّٰى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ انتَهَوْا فَلَا عُدْوٰنَ إِلَّا عَلَى الظّٰلِمِينَ
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 193]

ژباړه: او تاسي له هغوی سره وجنګیږئ تر دې پورې چي فتنه پاته نشي او دين د الله لپاره شي، بيا كه هغوى لاس په سر شول، نو وپوهیږئ چي له ظالمانو پرته د بل چا په ضد لاس غځول روا نه دي.

وَقٰتِلُوهُمْ حَتّٰى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ سورة الانفال ۳۹

ژباړه: اې مؤمنانو! له دې كافرانو سره تر هغه پوري وجنګېږئ چي فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي، بيا كه هغوى له فتنې څخه لاس واخيسته، نو د هغو د عملونو ليدونكى الله دى.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button