رښتیا څه دي؟

عنایت الله خاموش
کلونه وشول چې افغان خاوره اشغال ده. دلته د اشغالګرو قوتونو سربېره، د دوی افغاني حامیان او کرايي قاتلان او ماموران هم کابو هره ورځ، په یوه- بله بهانه ملکي وګړي شهیدانوي. دوی له لومړیو، کله چې ملکي وګړي شهیدان کړي، لومړی خو یې مخالفین یا د هغوی ملاتړي یادوي، کله چي ولسونه غږ اوچت کړي او رسنۍ راپورونه خپاره کړي دوی د څېړنو په پلمه څه وخت ځان ته مهلت ورکړي او کله چې څېړنې ترسره شي او ټول اړخونه د ملکیانو مرګ ژوبله تائید کړي، دوی بیا د ملت غولولو لپاره یوه عادي بښنه وغواړي او ووايي چې عاملین به مجازات او بیا به دا ډول پیښې نه تکرارېږي.
دا دی شلم کال روان دی او کابو هره ورځ ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. خو د نه منلو، څېړلو او بښنه غوښتلو لړۍ روانه ده. نه د پيښې عاملینو ته جزا ورکړل شوه، نه د پېښو مخنیوی وشو او نه هم افغان ملت ښه ورځ ولیده. پخوا لا لیږ ښه و. پخواني ارګ مشر کرزي به یوه ترخه اوښکه توی کړه او جنایتکاران به یې بښنې غوښتلو ته وهڅول. خو اوس چې اشرف غني ارګ ته ننوتلی، ملکي تلفات زیات شوي هم دي او نه یواځې دا چې غندل شوي؛ بلکې برأت هم ورکول کېږي او په ډېره سپین سترګۍ سره تنکي ماشومان، ښځې او بوډاګان طالبان بلل کېږي او په دې توګه جنایتکاران لا هڅول کېږي ترڅو له ملکي وژنو درېغ ونه کړي.
د تخار ولایت وروستۍ پېښه یې ښه او څرګند مثال دی چې په هوايي حمله کې تر لسو زیات ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته. کله چې رسنیو دا جنایت رسنیز کړ، د ارګ لومړي مرستیال امرالله صالح په ډېره سپین سترګۍ سره نه یواځې دا چې د پېښې عاملینو ته د جزا ورکولو او ورته پېښو د مخنیوي ټټر ووهي؛ هغه خبریالانو ته چې دغه جنایت یې رسنیز کړی اخطار ورکړی او یو کس یې بندي کړی هم دی. صالح ویلي چې هغه کسانو ته جزا ورکړي چې ورته پېښې رسنیزې کوي او د حکومت له جنایتونو پرده اوچتوي. صالح همدارنګه د یادې پېښې قربانیان د طالبانو مهم قوماندانان یاد کړي او ویلي يي دي چې د وژل شویو کمانډویانو غچ یې واخیست.
تقریباً نولس کاله کېږي همدا وضعیت روان دی. خو رښتیا خبره څه ده؟ ملت ملامت دی او که د اشغالګرو تر سیوري لاندې په پښو درېدلی حکومت؟
نو حقیقت دا دی چې دغه اوسني واکمنان چې ځانونه د افغان ملت خدمتګاران ګڼي او هره خبره یې له ملت څخه دفاع وي. خو د ملت له وژنې، ځورونې، بندي کولو، لوټولو او دربدره کولو څخه خوند اخلي. ځکه د دوی نیت له هغه وخته څرګند دی، له کله چې یې د اشغال په پیل کې له اشغالګرو څخه د ملت د وژلو لپاره د لویو- لویو بمونو د غورځولو او همدارنګه هغوی ته د ناسمو کوردیناتو د ورکولو له کبله د وژلو غوښتنه کوله. دغه کسانو ته نه ملت لومړیتوب لري او نه هم اوسنی نمایشي نظام؛ بلکې دوی ته یواځې خپلې ګټې او د واک بقاء مهمه ده، بل هیڅ نه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: