سږکال په ټول هېواد کې د مڼو حاصلات ۲۵۰زره مټریک ټنه وو

عزم (‌‌‌‌‌یک‌شنبه، ۰۴، لړم، ۱۳۹۹ل): د کرنې وزارت وايي، سږ کال په ټول هېواد کې پر ۲۷زره او ۵۵۹ هکټاره ځمکه د مڼو بڼونه وو، چې له یادو بڼونو ۲۵۰زره او ۳۲۴مټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سږ کال میدان وردګ هغه ولایت و، چې د مڼو حاصلات پکې زیات وو.

«د میدان وردګو په ولایت کې د مڼو نهه زره او ۴۴۶ هکټاره بڼونه شته، چې له دغو بڼونو سږکال نږدې ۱۳۲ زره او ۲۴۴ مټریک ټنه مڼې تولید شوي دي، چې د دې ولایت د مڼو د تولید له لارې د کال یو میلیارد او ۵۱۱ میلیونه او ۳۶۰ زره افغانۍ عواید په لاس راځي.»

د خبرپاڼې له مخې، له میدان وردګو وروسته کابل کې هم د مڼو سږني حاصلات ښه وو او د پرو سږکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه لوړې شوې وه.

«کابل کې د مڼو دوه زره او ۸۰۲ هکټاره بڼونه شته، چې سږکال به نږدې ۲۱ زره او ۹۰۲ مټریک ټنه مڼې ترې تر لاسه شي. د دې ولایت په شکردرې، چهارآسیاب، خاک جبار، ګلدرې، فرزې او پغمان ولسوالیو کې د مڼو ډېر بڼونه دي.»

سږ کال د غزني د مڼو حاصلات هم ښه وو او د دې ولایت د مڼو له اته زره هکټاره بڼونوڅخه به سږکال ۳۶ زره مټریک ټنه مڼې راټولې شي.

خو د کرنې وزارت وايي، سږکال د بدخشان د مڼو حاصلات ښه نه وو او د تېر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. «په بدخشان ولایت کې د مڼو زر هکټاره بڼونه شته، چې سږني حاصلات یې نږدې شپږ زره او ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېږي.»

مڼه د افغانستان له لویو صادراتي محصولاتو څخه شمېرل کیږي او ښه تولید هم لري. د افغانستان مڼه، هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادریږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button