د کندهار له انارو په کابل کې جوس جوړېږي

عزم (‌‌‌‌‌یک‌شنبه، ۰۴، لړم، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د امېد بهار په نامه شرکت وايي، د کندهار له انارو جوس جوړوي، چې د هېواد له ولایتونو سربېره یې بهر ته هم صادروي.

د یاد شرکت مسوول عبدالرحمن جمعه‌زی وايي، د دوی تولیدات ښه خوند او لوړ کیفیت لرونکي دي. په همدې موخه د امېدبهار د محصولاتو پېرېدونکي کورني او بهرني وګړي دي.

«زموږ شرکت په ټول کال کې کار کوي، بېلابېلې وطني مېوې پروسسوو او جوس ترې جوړوو، په همدې توګه لبني توکي هم پروسسوو، اوس د انارو موسم دی، د کندهار انار پروسسوو او جوس ترې جوړوو.»

دی وايي، په پام کې لري چې د خپلې کارخونې کار پراخه کړي او ډېر انار پروسس کړي. «په دې فصل کې د ورځې ۱۲۰ ټنه د کندهار انار پروسسوو، د کندهار انار ښه خوند او لوړ کیفیت لري، په همدې موخه ددې ولایت انار پېرو او جوس ترې جوړوو، د انارو له هر ۱۰ کیلو مېوې څخه د انارو یوه کېلو اوبه په لاس راځي، زموږ د ماشینونو وړتیا په یوه شپه او ورځ کې ۳۶۰ مټریک ټنو ته رسېږي، که خدای کول راتلونکی کال د شرکت فعالیت پراخوو.»

د جمعه‌زي په خبره، اوس‌مهال خپل تولیدات یوازې درې هېوادونو ته لېږي، خو په پام کې لري چې ګڼو هېوادونو ته یې صادر کړي.«زموږ جوس د  پاکستان، امارات او قرغیزستان هېوادنو ته صادرېږي او هلې ځلې کوو چې د سیمې په هېوادونو کې د خپل خرڅلاو کچه زیاته کړو. په دې برخه کې زموږ ۱۷۰ هېوادوال په دندو بوخت دي، د انارو د جوس هر کارتن چې ۱۲ لوی یو لیټره بوتلې په کې دي په ۷۰۰ افغانۍ خرڅوي، چې د کیفیت له پلوه له بهرنیو جوسونو څخه یې کیفیت لوړ او بیه یې هم ټیټ ده.»

نوموړی زیاتوي، له خپلې پانګونې خوښ دی او د دې کارخونې په فعالېدو سره یې د بهرنیو قاچاقي وارداتو مخه هم نیولې او هم یې کورني بازارونه خپل کړي دي، چې د انارو جوسو سربېره لبنیات هم پروسس کوي. د «کوثر قیماق، نوبهار جوس، تازه شېدې، ملي جوس او قوت شېدې» په نومونو خپل نور تولیدات هم بازار ته وړاندې کوي.

د امېد بهار په نامه دغه شرکت له تېرو ۱۱کلونو راهیسې فعالیت کوي، چې اوس‌مهال یې د هېواد ډېر بازارونه خپل کړي دي.

د یاد شرکت مسوولین او کارکوونکي وايي، په لوړه کچه تولیدات جوړوو او پېردونکي یې له محصولاتو خوښ دي.

د افغانستان انار نړیوال شهرت لري. ددې مېوې کیفیت او خوند په نړۍ کې ساری نه لري. په همدې موخه د امېد بهار د شرکت چارواکي وایي، په پام کې لري، چې خپل فعالیتونه پراخ کړي، چې په نږدې راتلونکې کې به هېواد په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button