مالیې وزارت: په روان مالي کال کې یې تراوسه ۱۳۵مېلیارده او ۵۶۸مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
عزم (یکشنبه، ۰۴، لړم، ۱۳۹۹ل): د مالیې وزارت وايي، په تېرو دوو اوونیو کې یې ۸مېلیارده او ۷۶۷مېلیونه افغانۍ ملي عواید راټول کړي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له ۱۵مې نېټې نه تر ۳۰ مې نېټې پورې ۸ مېلیارده ۷۶۷ مېلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. چې له دې جملې ۸۰۸ مېلیونه له مستوفیتونو، ۲ مېلیارده ۵۷۴ مېلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ مېلیارده ۵۲۰ مېلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ مېلیارده ۸۶۳ مېلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۳۵ مېلیارده ۵۶۸ مېلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
«همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د لړم میاشتې تر ۳ مې نېټې پورې ۸۹ مېلیارده ۱۸۸میلیونه افغانۍ (۵۴٪) پراختیایي بودیجه او ۲۰۹ مېلیارده ۱۴۳ مېلیونه افغانۍ (۶۸٪) عادي بودیجه لګول شوې ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۹۸ مېلیارده ۳۳۱ مېلیونه افغانۍ (۶۳٪) جوړوي.»
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې د تېرې میاشتې په پرتله په عوایدو کې ډېروالی او یا هم کموالی راغلی دی.
د مالیې وزارت داسې مهال په روان کال کې د ۱۳۵مېلیارده افغانیو د عواید د راټولېدو ادعا کوي، چې د دغه وزارت اړوند ګمرکونه، مستوفیتونه او نورې عایداتي ادارې په فساد کې ښکېلې بلل کېږي.