طالبانو دالوتکو ضد ماډرن راکيټونه ترلاسه کړي

وروسته ترهغه چي وسله والو طالبانو دپکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کي دامریکا جنګي ایف شپاړس ډوله الوتکه وویشتله، افغان چارواکو داسي شک څرګند کړی، چي کيدلی شي طالبانو به دالوتکو ضد نوي راکيټونه ترلاسه کړي وي.

ددفاع وزارت ویاند دولت وزيري ویلي، چي دا لومړی ځل دی، چي په افغانستان کي دامریکا ایف شپاړس الوتکه ویشتل کیږي، چي له دې وړاندي له وسله والو طالبانو سره دغه ډول وسلې نه وې ليدل شوې.

دافغان هوايي پوځ پخواني جنرال او پوځي کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل ویلي، چي دالوتکو ضد راکیټونه ځیني اروپايي هیوادونه، چين او روس لري، چي کيدلی شي، دامریکاکوم مخالف هیواد طالبانو ته دغه راکيټونه ورکړي وي.

نوموړي ویلي، چي دایف ۱۶ جنګي الوتکي ویشتل څه اسانه کار نه دی، هغه دقیق راکيټ غواړي، چي رهبري شوی او دقیقه نښه ولي.

دامرخیل په خبره، چي دامریکايي پوځیانو ایف ۱۶ ډوله الوتکه په ډیره ماډرنه وسله ويشتل شوې ده.

ددفاع وزارت چارواکو ویلي، چي کيدلی شي، طالبانو ته دامریکاکوم مخالف هیواد دغه وسلې ورکړي وي.

دامريکاددفاع وزارت تائيد کړه، چي وسله والو طالبانو دتلې په يويشتمه ددوی ایف ۱۶ ډوله الوتکه په پکتیا کي ويشتلې او نسکوره کړې ده.

طالبانو وویل، چي دوی دامریکا ایف ۱۶ ډوله الوتکه په یوه نوي راکيټ دپکتيا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کي ویشتلې او نسکوره کړې ده.

له طالبانو سره دالوتکوضد راکيټونو دموجودیت خبرونه په داسي مهال ورکول کیږي، چي په تیرو څو اونیو کي دهیواد په لوګر، بامیان، کندوز او کابل کي دبهرنیو او افغان پوځیانو یوشمېر الوتکي او چورلکي نسکوري کړای شوې، چي دغه څه امریکايان او افغان چارواکي سخت اندېښمن کړي دي.

عادل خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: