طنز: د عقل استعمال

یو سوډانی يي د دنیاتو معلم مقرر کړ !
په اوله ورځ چې څنګه صنف ته ننوت نو د تختې لاندې يي خپله سفري بستره خوره کړه، پريوت او ويده شو!!
يو ناڅاپي ورباندې د مکتب مدير راغی !
شاګردانو په منډه سړی راپاڅولو ، نو سمدستي معلم وويل چې :
دا د معيوب او عذر لرونکي سړي د لمونځ طريقه وه!!
سبا ته به درته دا وښايم چې اهل کهف څرنګ ويده شول!!
یادونه: زمونږ لوړپوړي چارواکي هم همداسې کوي!
ورسپارل شوې وظيفه باندې نه پوهيږي چې څرنګ يي سرته ورسوي که يو ناڅاپي تفتيش ورشي ! تاسې به د هغوي ډرامې وګورﺉ چې څه کوي!!!