هواوي د ګوګل مېپس (نقشې) پر خلاف اپلیکېشن وړاندې کړ

عزم (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹): چنايي هواوي کمپنۍ چې د امریکا او نړیوالو شبکو له سختو بندیزونو سره مخ ده، دا ځل یې په خپلو ځيرکو موبایلونو کې د یو بل کامیاب اپلیکېشن (پروګرام) په زیاتولو سره ګوګل ته سخته ضربه ورکړه.
یادې کمپنۍ چې وړاندې یې هم د ګوګل پلي سټور او سروسز پر خلاف هواوي ایپ ګیلري اپلیکېشن جوړ کړی و، دا ځل یې د ګوګل مېپس (نقشې) مقابله کې پیټل میپ په نوم اپلیکېشن جوړ کړی، چې له ګڼو ښېګڼو ډک دی.
ویل کیږي، چې دغه اپلیکېشن نن سبا د هواوي شرکت د مېټ لړۍ په نوي ځیرک موبایل مېټ ۴۰ کې ترلاسه کیږي.
د هواوي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی خپل پلې سټور (هواوي ایپ ګیلري) ته ځینې نوي اپلیکېشنونونه او پروګرامونه هم ور زیات کړي چې د هواوي موبایلونو کارونکو ته به ځانګړي خدمات وړاندې کړي.
باید وویل شي چې هواوي د ګوګل سرچ پر ضد هم د پیټل سرچ اپلیکېشن جوړ کړی، او د ګوګل ډاکس د مقابلې له پاره یې هواوي ډاکس وړاندې کړی دی.
رسنیز معلومات ښيي چې هواوي به ډیر ژر د نقشې اړوند اېپ په ۱۴۰ هېوادونو کې له ګڼو ژبو سره خپلو سیستمونو ته ور زیات کړي.
دغه نوی ايپ به خلکو ته کاروباري ځایونه، ځانګړي موقیعتونه، دولتي ادارې او د کورونو نقشې وړاندې کوي، چې د غټولو او کوچني کولو وړتیا به هم لري.
باید وویل شي چې د امریکا د بندیزونو له امله د ګوګل ټول اپلیکېشنونونه په هواوي موبایلونو او سرویسونو کې تړل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: