د سوالګر له مړینې وروسته؛ د هغه له خزانې ۱۰ لکه روپۍ شتمني ترلاسه شوه

عزم (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹): که ځینې خلک له ډیر غربت او بې وزلي نه سوال کوي، نو ډیرو نورو خپله پېشه ګرځولې او ځانونه پکې میلونران کوي.
په هندوستان کې پولیسو د یو سوالګر له مړینې وروسته د هغه له خزانې نه د ۱۰ لکو هندي روپیو شتمني ترلاسه کړې ده.
پولیس وایي: تېره اونۍ د ممبۍ د ریل ګاډو په یو تمځای کې د ټکر له امله په جونګړه کې اوسیدونکی سوالګر مړ شو، چې د مړینې په سلسله کې یې پولیسو د هغه د خپلوانو او کور څېړنه هم وکړه.
ویل شوي د همدې تحقیق په ترڅ کې د سوالګر له کور نه د هغه د شتمنیو خزانه راوتلې وه، چې شمېرلو یې ۸ ساعته وخت ونیو.
د ممبۍ پولیس څرګندوي: «د سوالګر کور چې ولټول شو؛ نو د کور په تل خونه کې یې دوه بورۍ وموندل شوې چې شاوخوا ۲ لکه هندۍ سیکې او کاغذي روپۍ پکې وې.
دوی زیاتوي: د پیسو په شمېرلو پولیسو ۸ ساعتونه مصرف کړل او وروسته د هغه له خزانې د بانک یو رسید هم ترلاسه شو، چې ۸ لکه او ۷۷ زره هندۍ روپۍ یو اکاونټ ته پکې جمع شوې وې.
ویل شوي چې دغه شتمن سوالګر څلور ورځې وړاندې د ازاد ممبۍ ریل سټېشن باندې له ټکر وروسته مړ شوی.
د هغه له جیب وروسته څو کارډونه هم ترلاسه شوي چې د هغه د ملګرو او سوالګرو د ډلې ادرسونه پکې ثبت وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: