جمهوریت که امارت؛ یوه مقایسوي ارزونه

 

سید شریف

د بین الافغاني مذاکراتو له اعلان او پیلیدو سره ځینو کسانو او رسنیو د جمهوریت او امارت په اړه سروې ګانې پیل کړې. زیاتره رسنۍ هڅه کوي له امارت( اسلامي نظام) څخه خلک متنفر کړي او جمهوریت ته یې تشویق کړي. دوی دمختلفو برنامو له لارې دامارت سره د وروستي پاته والي، جبر او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کیدل تلقینوي او د جمهوریت سره بیا ترقي، ازادي او مدنیت کوشیروي.
دلته اوس د جمهوریت او امارت پر شرعي او حقوقي تحقیق، تعریف او ضرورتونو بحث نه کوو، افغانانو امارت هم تجربه کړی اوجمهوریت هم، نو راځئ د امارت او جمهوریت د کړنو او فعالیت یوه مقایسوي ارزونه وکړو. مثلا امارت کې د خلکو انفرادي، اجتماعي، دیني، کلتوري او معاشرتي حقونه تر څومره حده خوندې وو او اوس جمهوریت کې ولس څومره خپلو حقه حقونو ته لاس رسی لري. امارت کې دیني ارزښتونه، ملي منافع، ارضي تمامیت، ملي استقلال په څنګه حالت کې وو او د جمهوري نظام په سیوري کې له همدې ارزښتونو څومره ساتنه شوې ده.
د مشت نمونه ای خروار په توګه:
حقوق:
امارت کې د غله لاس پرېکیده، زناکار باندې شرعي حد جاري کیده، له قاتل څخه قصاص اخیستل کیده،غاصب محاکمه کیده، د میرمنو عزت او حقونه خوندي وو، ظالم مجازات کیده. له مظلوم څخه حمایت کیده. بې محاکمې وژنې، ترور، وحشت او فساد نه وو.
خو جمهوریت کې نه یوازي داچې غله، وژونکي، غاصبین او په اخلاقي فساد کې غرق کسان محاکمه نشول، بلکې همدې خاینانو ته لوی لوی وزارتونه او پوسټونه وسپارل شول. د ملت لوی قاتل د جمهوریت مرستیال ټاکل کیږي او د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکول کیږي. د پخواني جمهورئیس ښي او چپ لاسونو کابل بانک چور کړ او اوس دهمدې مافیا او مفکر جمهورئیس لاسونه یوه کاسه کې دي. په جمهوري ارګ کې د ادارې او اخلاقي فساد معاملې او د وژنو او ترور پلانونه طرحه کیږي او ارګ دولس د مسلکي قاتلانو او لوټمارانو د امن کور ګرځېدلی دی.

د جمهوریت یوه قوماندان جلال اباد کې په یوه وخت دوې خویندې په زوره ځانته واده کړې او د ډیموکراسۍ یو ډګروال بیابغلان کې په زوره یوه پاک لمنه میرمن له موټره کښته کوي، یوې لیسې ته بیایې او دخپل خاوند په مخکې یې پر ناموس تیری کوي.
امنیت:
جمهوریت کې چې خلک سهار له کوره وځي، د بیا ورتګ تمه یې نه وي، ځکه یا به د ډیموکراسۍ عسکرو د اسلامي او افغاني لباس په جرم ترور او بندي کړي وي او یا به د جمهوریت له لوري مسلح شوو داړمارانو اختطاف کړي وي. جمهوریت کې په رڼا ورځ او د جمهورئیس تر نیکټایې لاندې له خلکو مبایل، لاسي ساعت او پیسې لوټیږي.هره ورځ د کورونو او دوکانونو د لوټ خبرونه خپریږي او د خلکو پر عزت او مال تجاز د ورځې خبره ده.د بشري حقونو کمیسیون په حواله په یوه میاشت کې یې کابل کې تر ۱۰۰۰ ډيرې جنایې پیښې ثبت کړې دي.
جمهوریت کې چې په یوه میاشت کې څومره جنایات یوازي کابل کې ترسره شوي، د امارت په حاکمیت کې په کلونو په ټول هیواد کې دومره ډيرې جنایې پیښې نه دي رامنځته شوې. امارت کې به د زرو او نورو قیمتي شیانو دوکانونو دروازې خلاصې وې، مالکانو به یې مسجد کې په ډاډه زړه لمونځ اداء کاوه، د هیواد له یوه سره تر بله د ورځې او شپې مسافرو په ډآډه زړه او پر امنه فضاء کې تګ راتګ کاوه، له کورونو او دوکانونو خو غلا یوه هیولا وه او د خلکو سر، مال، ناموس او عزت ته چاه تر سترګو پورته نشوای کتلای.
ادارې فساد:
امارت کې حقوقي مسئلې او دخلکو ترمنځ ټولنیز مشکلات د شریعت په چوکاټ کې حل وفصل کیږي، آن د جمهوریت تر چتر لاندې اوسیدونکي هم خپلې مسئلې د امارت محکمو ته سپاري او ډير ژر، د رشوت او واسطې پرته د خپلو مسائلو حل ترلاسه کوي او د امارت پر شفافو او عادلانه فیصلو جمهورپیال هم اعتراف کوي.
اما په جمهوریت کې د خلکو د پلار- نیکه جائیدادونه قباله په لاس د رشوت په مټ و نورو ته وکول شول.معلوم اختطافګر، قاتلان او غاصبین خلاصې تڼۍ ګرځي. جمهوریت کې د وزارت، ولایت، قوماندانۍ او حتی سناتورۍ چوکۍ خپل- خپل قیمتونه لري او د جمهوریپالو منځ کې بولۍ ته وړاندې کیږي،د لسګونه زره خیالي عسکرو او مامورینو معاشونه اخیستل کیږي او د جمهوریت جنرالان، والیان او سناتوران خپل سهمونه ځنې ترلاسه کوي،د جمهوریت په مشهورو تعلیمي ادارو کې بې سواده اشخاصو ته د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه سپارل کیږي. لنډه داچې جمهوریت پرله پسې په نړیواله کچه ادارې فساد کې لومړی،دوهم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل او د افغانستان نوم یې ښه وځلاوه!!
اخلاق:
امارت کې په لمانځه، ښو اخلاقو، حجاب او مشروع کاروبار امر کیده او له بداخلاقۍ، بې سترۍ، قمار ، سود او…. منعه کیده. ماشومانو او ځوانانو ته د دین او وطن سره مینه تدریسیده. ځوانانو د شرعي احکامو او افغان کلتور د عملي کولو او ځلولو سیالۍ کولې. تقوی،غیرت، پاک لمني او افغاني لباس د کرامت سمبول و.
مګر جمهوریت کې بداخلاقۍ او بربنډتوب ته ځانګړې کمپاینونه کیږي چې له امله یې اوس بد اخلاقي او لنډغرتوب یو دود او کلتور ګرځیدلی. په لویو ښارونو کې د بوای فرینډ او ګرل فریڼد نندارې دي. د کابل په تر ټولو معتبر پوهنتون کې همجنسباز داستادۍ پر مسند ناست دی. تعلیمې ادارو او سرکاري دفترونو کې د زده کړې او کمال پر ځای د موډ او فیشن سیالۍ موجونه وهي.د جمهوریت په عسکري او ملکي ادارو او ارګانونو کې اخلاقي فساد په اوج کې دی، چې موجونو یې ارګ هم ولړزاوه. د جمهورئیس لومړي مرستیال د یو سپینږیري سره د لواطت په موخه د خلکو په مخکې خپله ګنډه خلاصه کړه او جمهوریت ساتونکو عسکرو ته یې امر وکړ چې همدا تاریخي- جمهوري صحنه فلمبرداري کړي او د جمهویت د یوې لویې لاسته راوړنې په توګه یې نندارې ته وړاندې کړي. خلک لا د مرستیال جمهورئیس له دې جمهوري نندارې وزګار شوي نه وو، چې د فوټبال فدراسیون کې دهمدې ارګان رئیس( کرام الدین کرام) دومره لوی انفجار رامنځته کړ، چې اواز او کاربن ډآیکسایډ یې نړۍ ولړزوله.
هویت:
امارت کې په اسلام او افغانیت فخر کیده. د اسلافو کارنامې ستایل کیدې او هڅه کیده چې هر څوک د ملي اتلانو خویونه او خصلتونه په ځان کې راولي او د ملي اتلانو او غازیانو په یاد غونډې او مشاعرې جوړیدې.
اما جمهوریت کې اسلام او افغانیت د ورسته پاته والي عوامل بلل کیږي. د ملي اتلانو په کارنامو او څېرو ملڼدې وهل کیږي. دافغان ویاړلي تاریخ او هویت د مسخ کولو او بد رنګه کولو جدي هڅې روانې دي. آن جمهورئیس دافغان- انګریز د دوهم جنګ د اتلې( ملالې) ملي حماسه مسخره کوي او د پتمنې او غازي ملالې شخصیت ته د سپکاوي ګستاخي کوي.
مقدسات:
امارت کې پوځي او ملکي چارواکي پر مقدساتو سر قربانوي، د دیني ارزښتونو د ساتنې لپاره هر ډول کړاونه او تکلیفونه زغمي او د اسلامي شعایرو ساتنه او ابادي خپل مکلفیت ګڼي. مګر جمهوریت کې د ملت مومن به کتاب (قرانکریم) وسوځول شو او د ډیموکراسۍ عسکرو تر پښو لاندې کړ. په ښکاره د ارتداد اعلانونه کیږي. جمهورئیس او مرستیالان یې په اسلامي ارزښتونو ملنډې وهي او د افغان مومن ملت په کور( ارګ) کې ملیونونه افغانۍ د کلیسا په جوړولو مصرفوي.
ځمکنۍ بشپړتیا:
د امارت په حاکمیت کې هیڅ یو ګاونډي دومره زړه ونه کړ چې دافغانستان یوه لوېشت خاوره لاندې کړي،مګر جمهوریت کې مو له کرښې دې خوا ته لسګونه کیلومټر مځکه لاندې شوه. د جمهورئیس په موافقه تاسیسات پرې جوړ شول او اغزن تار پکې وغځول شو. جمهوریت کې د پاکستان سرسخته دښمن(؟)( جنرال رازق) پر چمن باډر واقع (لقمان او جهانګیر کلي) خپل دښمن ته ډالۍ کوي.
مګر امارت کې چې جنرال بابر د امیر المؤمنین په حضور کې د ډېورنډ د قضیې یوطرفه کولو وړاندیز کوي، امیر المؤمنین چې همدا خبره اوري فورا جنرال له دسترخوانه ولاړوي او له هیواده یې شړي، اما جمهورئیس پر ډېورنډ معامله کوي او د آی ایس آی مستنطقین راولي په ملي امنیت کې له اسیرانو تحقیق پرې کوي.

استقلال:
امارت شل کاله دیرغلګرو پر ضد مبارزه وکړه، له ګران هیواده د یرغلګرو وتل او خپلواکي ترلاسه کول یې لومړیتوب دی. اما جمهوریت همدا شل کاله د اشغالګرو په قومانده د نیویارک او واشنګټن د ساتنې په موخه د هیواد ورانولو او ولس وژلو لړۍ راپیل کړې، امارت له یرغلګرو سره د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کړ، مګر جمهوریت د اشغال د تمدید هڅې کوي. پمپیو قطر ته ورځي، د امارت د مرستیال مشر سره ملاقات کوي، اسلامي او افغاني غرور ته یې سر ټیټوي او د یو سیال په توګه سیلفیانې ورسره اخلي، خو جمهورئیس له ارګه د همدې پمپیو ملاقات ته باګرام کې د یرغلګرو ځواکونو پوځي اډې ته ورځي او په یوې زېرخانې کې د پمپیو خدمت کوي.دښمن ټرمپ د امارت مشرتابه ته زارۍ کوي چې کمپ ډیویډ ته ورشي او مېلمانه یې شي، خو همدغه ټرمپ د دوست جمهورئیس د خبرتیا پرته د جمهوریت د واک ساحې ته ځي، جمهورئیس د خپلو یرغلګرو پوځیانو اډې ته ورغواړي او هلته یې د خپلو ساتونکو عسکرو په قطار کې دروي. امارت کې مو له خبرتیا او اجازې پرته فضاء کې چاه الوت نشوای کولای، اما جمهوریت کې جمهورئیس د اعلی سر قوماندان په توګه په دې نه دی خبر چې په یوه ساعت کې دارګ له پاسه څومره پوځي الوتکې تېریږي، له کومه راځي پر کومه ځي، څه وړې او څه راوړې.
امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د افغانستان له اشغال څخه وړاندې یرغلګرو ته وایې، که تاسي پر افغانستان د حملې غلطې وکړئ، وحشت تکرار کړئ، سوبه به ترلاسه نه کړئ، ځکه که موږ ښارونه خوشي کړو، نو غرونو ته به وخېژو او جهاد به جاري وساتو او دا سمه ده چې:« وسلې مرګ کولای شي، خو مرګ ګرځولای نشي» مګر جمهورئیس له مختلفو لارو هڅې کوي چې د ګران هیواد اشغال پایښت ومومي،یرغلګرو ته وایې له افغانستانه مه وځئ، دخپلو هیوادونو د امنیت لپاره افغانستان کې جګړه وکړئ او په ډیر تأسف سره چې جمهورئیس ډاکتر اشرف غني خپله اصلي وظیفه د نیویارک او واشنګټن ساتنه ګڼي او خپلو وسله والو ته وایې:« ستاسو له برکته دي، چې نیویارک او واشنګټن کې بمونه نه دې چاودلي»!!
۱۹۹۸ کې ایران د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات کوي او پر افغانستان د تیري ګواښونه کوي، امیرالمؤمنین د هوش سپارښته ورته کوي او وایې:« که یې له جوش څخه کار واخیست، بیا یې نو تر اصفهانه پسې اخلو» اما جمهوریت کې د جمهورئیس دفتر ته له همدې غربي ګاونډي د پیسو کڅوړې راځي او جمهوریت بیا د همدې پیسو په عوض کې په ګران هیواد کې د ایران سیاسي، مذهبي او فرهنګي نفوذ ته امکانات او لارې برابروي!!
حاکمیت:
د امارت په یوه فرمان لسګونه وزیران،د کمیسیونونو رئیسان، والیان او قوماندانان عزل او نصب شول، د هیڅ یو چارواکي له خولې (چون و چرا) وانه وریدل شو، خو جمهوریت د بلخ والي او د کندهار امنیه قوماندان ته د عزل مکرر فرمانونه استوي، همدا چارواکي نه یوازي داچې د جمهورئیس فرمان نه مني، بلکې د هرفرمان له رسیدو سره د جمهورئیس حیثیت وړۍ وړۍ کړي، بالاخره جمهورئیس مجبوریږي چې د جمهوریت له والي سره مذاکرات وکړي، دولایت په بدله کې وزارت او نور امتیازات ورکړي.همداراز جمهورئیس د راډیو- ټلویزیون رئیس ته د عزل مکتوب استوي، د راډیو رئیس د جمهورئیس د قاصد په مخکې د جمهوریت فرمان ټوټې ټوټې کوي او تر پښو یې لاندې کوي.
امارت د زرګونو افغانانو قاتل جنرال رازق، داود داود، کامران او…. په خپله سزا رسوي، مګر جمهوریت شجاعي او عليپور نشي مهارولای او جمهورئیس د اعلی سر قوماندان په توګه پنجشېر ته د کرام الدین کرام د نیولو لپاره کمانډویان استوي، خو همدغه کمانډویان چې په شپنیو چاپو کې بې ګناه وګړي بې دریغه وژني،د بې دفاع هیواوالو کورنه سوځوي او مالونه یې لوټي، د کرام په نیولو کې پاته راځي.

مخدرات:
امارت کې د مخدراتو کښت صفر و، په هیڅ یو ښار کې یو پوډري او معتاد په دوربین کې هم نه ښکاریدی، خو جمهوریت کې هره کوڅه او ډېران له معتادینو ډک دي، د یوې احصائیې په اساس په ګران هیواد کې د معتادینو شمېر ۳ ملیونه تنو ته رسیدلی دی او د جمهوریت هر وزیر، والي او قوماندان له خپلې دندې او امکاناتو څخه په استفاده د مخدراتو له پېر او پلور څخه روزانه خورا لوی مبلغ تر ګوتو کوي.
اقتصاد:
امارت کې د ملګرو ملتونو د یو طرفه او ظالمانه سیاسي او اقتصادي بندیزونو سربیره خلکو دومره څه ترلاسه کولای شوای چې ګوزاره پرې وکړي، خپل سر او عزت خوندي کړي. اما جمهوریت کې د سلګونو میلیارډو ډالرو مرستو سره سره ۳۰سلنه هیوادوال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، دافغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل جمهوریت کې خلکو د یوې ګولې ډوډۍ ترلاسه کولو په موخه خپل بچیان( ازاد بازار کې) خرڅ ته وړاندې کړل تر څو په همدې پیسو ځان او نور بچیان له مرګه وژغوري.جمهوریت د بیارغونې، صنعت او بسیاینې خورا ډیر شعارونه زمزمه کړل، خو د۲۰ کلونو هومره اوږده زمانه کې یې آن په پلازمېنه کې هم یو داسي روغتون جوړ نه کړ چې دهیوادوالو صحي ستونزې حل کړي او نه یې د ټول هیواد په کچه یوه داسي فاریکه جوړه کړه چې ۱۰۰۰ تنه کار پکې وکړي.
امارت کې زړې وسپنې له هیواده بهر نه پرېښودل کیدې، خو جمهوریت کې لسګونه زره سپکه او درنه وسله پاکستان ته قاچان شول. دجمهوریت والي( ګل اغا شیرزی) ازادي راډیو سره مرکه کې اقرار وکړ چې د کندهار هوایې ډګر کې یې دوستو قواوو ته ۷۰۰۰۰ میله سپکه او درنه وسله سپارلې او هغوی د اوسپنې د زوب ماشینونو کې ویلي کړې!! همدا سږ کال چې د کرونا د ناروغانو دعلاج لپاره ځینو هیوادونو له جمهوریت سره د لسګونو وینټلېټرزونه( تنفسي الاتو) مرسته وکړه، همدا تنفسي الات جمهوریپالو پاکستان باندې خرڅ کړل چې د همدې وسایلو د نشتوالي له امله د کرونا ډیری ناروغان وفات او یا بیرته همدې پاکستان ته د تداوي لپاره په تللو مجبور شول.
بشري ځواک:
د امارت بشري ځواک چې عموماپه طالبانو سره یادیږي،د ټولنې تر ټولو هغه پاک قشر دی،د الله تعالی د رضاء لپاره مبارزه کوي، هدف یې د ګران هیواد ازادي او د اسلامي نظام نفاذ دی،د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو دفاع کوي، بېله تنخوا او مادي ګټې هر ډول سختۍ او کړاونو ته اوږه ورکوي، د لمانځه اهتمام کوي، د سهار او ماښام اذکار زمزمه کوي،له غدر، درواغو او خیانت څخه ځان ساتي، دخپلو مشرانو اطاعت کوي،د مظلوم ولس د سر، عزت او مال ساتنه کوي او….
خو د جمهوریت پوځي او ملکي منسوبین د اشغال بقاء خپله اصلي دنده ګڼې، دیرغلګرو د خوشحالۍ او ګټو لپاره خپل هیواد، ولس، ارزښتونو او ملي منافع تر پښو لاندې کوي. دجمهوریت اکثریت لوړ پوړي چارواکي امریکا او اروپا کې په هوټلونو، کلبونو او کورونو کې خدمتګاران وو، د هماغه هیوادونو تابعیتونه لري، ښځې او بچیان یې اوس هم په متبوع هیوادونو کې عیش و نوش کوي،حتی د جمهورئیس یکي یو زوی او یوه لور لا هم په ارګ کې تر استوګنې نیویارک او واشنګټن ته ترجیح ورکوي.د جمهوریت عسکري او وسله وال ځواک د ټولنې له استفراق شوو اجزاوو څخه جوړ شوی دی، غلا، قتل، مخدرات او فسادیې ځانګړتیاوې دي. د جمهوریت وسله والو ځواکونو د نشه ای مواردو په کارولو،وحشت،ظلم، جنسي تېریو او بچه بازۍ کې نړیوال رکارډونه مات کړي او د جمهوریت د عسکرو اخلاق د نړیوالو رسنیو سرخطونه جوړ شوي دي.
د جمهوریت او امارت د کړنو او چلن پورته ذکر شوي ارقام او موارد زموږ تر سترګو لاندې تېر شوي، که چاه ته څه مبالغه پکې ښکاري له مشرانو او عیني شاهدانو دې پوښتنې وکړي او د امارت او جمهوریت د مهالونو چاپي او برېښنایې رسنۍ دې وګوري.خلاصه داچې د امارت او جمهوریت همدا مقایسوي ارزونه کولای شي لوستونکي متوجه کړي چې دافغانستان او افغان ولس ملي مصالح، دیني ارزښتونه،انفرادي او ټولنیز حقونه په جمهوریت کې محفوظ دي او که په امارت کې، نوفیصله د لوستونکو سره ده چې جمهوریت که امارت!!.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button