د خلاصون لار شورا: که مذاکراتو کې د دوحې تړون بنسټ نه شي؛ امریکا به د اشغال د تمدید هڅه وکړي

عزم(شنبه،۱۰، لړم ۱۳۹۹):د سولې ولسي مجمع په نامه خوځښت چې د خلاصون لارې عالي شورا یې مخته وړي، وړمه ورځ یې د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې یوه ستره غونډه رابللې وه چې په کې د دغه ولایت ولسونو او د افغانستان د زونو په استازیتوب مخورو علماوو، مجاهدینو، استاذانو، سپین ږیرو او ځوانانو په پراخه توګه ګډون کړی وو.
ګډونوالو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره ویلي چې د دوحې په خبرو کې به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان د سولې روانې خبرې د خنډونو سره مخامخ کړي«مونږ په پوره دقت د سولې روان بهیر تر څار لاندې نیولی دی څوک يې چې د سبوتاژ هڅه وکړي نو د ولسونو له کلک غبرګون سره به مخ شي»

یاد ولسي خوځښت د خلکو په استازیتوب په ټینګار سره غوښتنه کړې چې دوی د اسلامي نظام غوښتونکي دي او په وینا یې چې« په افغانستان کې بغیر له اسلامي نظام بل هیڅ نظام د ولسونو په خیر او ګټه نه دی»

د غونډې ګډونوالو دغه راز د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې توافقنامه د خبرو محور او مبنا ګرځولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې « له زیاتو ګټو سره سره که چیرې دا توافقنامه مبنا نشي نو کیدای شي امریکایان د بیرته پاتې کیدو هوډ وکړي چې بیا به په افغانستان کې د یوې بلې جګړې شاهدان و اوسو»

دا ولسي خوځښت داسې مهال د امریکا او طالبانو تړون د مذاکراتو د بنسټ په توګه د منلو غوښتنه کوي چې په ورته وخت کې یې د کابل مرکچي ټیم په کلکه مخالفت کوي او په یوه او بله پلمه په مذاکراتو کې د خنډ اوځنډ رامنځته کیدو هڅې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button