معده او د هاضمې نظام

 

لیکوال مختار الحنفي

د انسان په معده کې څه درې کروړه داسې غدود دي چې هغه د خوراک هضمولو یوه خاصه کیمیائي ماده را خارجوي.

کله چې انسان خوراک کوي نو د خولې څخه د هضمولو کار شروع سي ځکه په ناړو کې د هضمولو ماده شته بیا چې خوراک معدې ته ورسي نو د ټولو څخه اول د دې معدې د دیوالونو څخه چې کومه تیزابي مالګه (هائیډ وکلورک ایسډ)راووځي هغه د دې خوراک جراثیم ختم کړي او د خوراک هضمولو کار هم ورکوي د دې تیزابي مادې سره څه نور مواد هم یو ځای سي هغه دا خوراک هضم کړي.

بیا دا هضم سوې خوراک د یوې اوږدې نالۍ په ذریعه کولمو ته داخلیږي خو په دې لاره کې د دینه شکر نشایسته چونا چربي لحمیات او نور غذائي اجزاء پاتې کیږي

بیا دا غذایي اجزاء د همدې اوږدې نالۍ په دیوالونو کې جذب کیږي او په وینه کې شاملیږي چې دبدن اهم ضروریات پوره کوي. او د خوراک هغه حصه چې هغه د جسم د پاره فایده منه نه وي هغه د اودس ماتي په شکل را خارجولې سي

*حیرانوونکې خبره*

ډیره حیرانوونکې خبره دا ده چې د معدې د دیوالونو څخه کومه تیزابي مالګه راووځي هغه دومره قوي ده چې که هر څومره مضبوط او سخت خوراک وي که هغه غوښه وي وازګه وي یا بل سخت خوراک وي

نو دا تیزابي مالګه په هغې باندې خپل اثر کوي او هضموي یې خو لیکن د معدې خپل پوستکې اګر چې نرې دی خو په دې باندې هیڅ اثر نه کوي او دیته نقصان نه ورکوي دا ځکه چې د معدې په پوستکې باندې یو قسم غوړ والې او لیس داره ماده پرته ده چې د هغې په وجه دا تیزابي مالګه په هغې باندې هیڅ اثر نه کوي

انسان چې د معدې او هاضمې دې پیچیده نظام ته اوګوري نو حیران پاتې سي یقیني خبره ده چې دا د ربّ العالمین هغه عظیم قدرت ده چې د الله جل جلاله په وحدانیت او عظمت باندې دلالت کوي!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button