کندهار: ۵۰ تنه عسکر له ۱۴هاموي ټانګونو او رینجرو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي

عزم(یکشنبه،۱۱، لړم ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې په لسګونو تنه د ملي اردو ځواکونه له خپلو ګڼ شمیر وسایطو، وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.
سرچینې وایي، دغه عسکر نن غرمه مهال د یادې ولسوالۍ اړوند د مشان په سيمه کي له یوې لویې قرارګاه څخه طالبانو ته ورغلي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي پیښه تائیدوي او وایي چې د تسلیم شویو عسکرو شمیر پنځوسو۵۰تنو ته رسیږي او له ځانه سره یې ۷ هاموي ټانګونه ۷ رینجر موټران یوه دومیله، یو spj9 او نوري زیاتي وسلې او مهمات دوی ته ورسولي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د کندهار په ارغنداب، پنجوایي او ژیړۍ ولسوالیو په زیاتو سیمو کې پرمختګونه کړي او پراخې سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.

د طالبانو لخوا تسلمیدونکو عسکرو ته د لسګونو زره انعاماتو د ورکولو ویډیو له خپراوي وروسته، اوس په ورځنۍ توګه لسګونه عسکر له طالبانو سره تماسونه ټینګوي اود هغوی پر ضد له مقاومت څخه د لاس اخیستو هڅې کوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button