طالبانو د کابل په پوهنتون برید په سختوټکو غندلی او دا یې د استخباراتي مرموزو حلقاتو کار بللی

طالبان وایي، دغه ځایونه کوم نظامي مرکز، قرارګاه او بل کوم نظامي هدف نه دی چې څوک پرې بریدونه توجیه کړي؛ بلکې صرف د وحشت ښودنې، ویرې خپرونې او پروپاګند کولو په موخه ترسره کیږي.

عزم(دوشنبه،۱۲، لړم ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې نن د کابل په پوهنتون خونړی وسلوال برید ترسره شو او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله، طالبانو یې په تړاو اعلامیه خپره کړې او دغه برید یې د “کرغیړن” بللو ترڅنګ په سختو ټکو غندلی دی.
اعلامیه وایي: «اسلامي امارت دغه برید، همدا ډول څه موده مخکې په تخار ولایت کې په مسجد هوايي بمبار چې د ګڼو زده کونکو ماشومانو د تلفاتو سبب شو او څو ورځې وړاندې په کابل کې د کوثر په نامه یوه روزنیز کورس باندې وحشیانه بریدونه په سختو ټکو غندي، شهیدانوته مغفرت او ټپيانوته عاجله شفا غواړي او کورنیوته يې د زړه له تله تسلیت وايي.»

طالبانو د دغو بریدونو عاملین پخواني مات شوي داعشیان بللي چې استخباراتي کړیو ورته خوندي مراکز په واک کې ورکړي« بې له شکه چې دغه راز بریدونه د هغو شریرو عناصرو لخوا ترسره کیږي چې په ننګرهار او جوزجان کې له شکستونو وروسته د کابل ادارې پنا ورکړه، په میلمستونو کې يې ساتې او بیا يې د دغه راز بریدونو لپاره استخداموي، ملاتړ او رهنمايي یې کوي او پلان ورته طرحه کوي.»

طالبان وایي، دغه ځایونه کوم نظامي مرکز، قرارګاه او بل کوم نظامي هدف نه دی چې څوک پرې بریدونه توجیه کړي؛ «بلکې صرف د وحشت ښودنې، ویرې خپرونې او پروپاګند کولو په موخه ترسره کیږي. »

په داسې حال کې چې د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي او د نوموړي لومړي مرستیال امرالله صالح ددغې حملې پړه پر طالبانو ور اچولې، خو طالبانو یې په هکله ویلي چې « د کابل ادارې د لوړې سطحې مسئولین د دې پرځای چې د شرم او خجالت احساس وکړي، یو ډول يې مسئولیت اسلامي امارت ته منسوبوي، له دې څخه هم څرګنديږي چې دغه بریدونه د همداسي پروپاګند د توکو د برابرولو لپاره په ګډه ترسره کیږي. »

اعلامیه وایي چې طالبان ولسونو پیژندلي چې کله هم په تعليمي مراکزو، عامو ځایونو او بل داسې محل برید نه کوي چې هلته کوم نظامي هدف نه وي.

دغه برید چې ویل کیږي اوس مازدیګرمهال هم روان دی، محصلین یې په هکله وایي چې بریدګر په نظامي لباس کې له کومې تالاشي پرته د پوهنتون په دروازې ورننوتلي او هیچا یې ممانعت نه دی کړی؛ هغه څه چې په هکله یې د طالبانو ادعا هم ریښتینې ثابیتیږي.

امنیتي سرچينې وايي، د کابل پر پوهنتون برید کې تر ۵۰ تنو پورې وژل شوي یا هم ټپیان دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button