کندهار: تیرو ۴۸ساعتونو کې طالبانو لسګونه عرادې رینجرې_ټانګونه او سلګونه میله وسلې نیولې

عزم(دوشنبه،۱۲، لړم ۱۳۹۹):د طالبانو سرچینې وایي چې له تیرې ورځې راهیسې یې د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د پام وړ پرمختګونه کړي او نږدې ټولې حاکمې نقطې یې له دولت پلوه ملیشو څخه تصفیه کړې دي.
منابع وایي چې تیرو ۴۸ساعتونو کې طالبانو ته په یاده ولسوالۍ کې شاوخوا ۹۰ تنه عسکر تسلیم شوي او تر ۸۰زیات پوځي موټر؛ سلګونه میله وسلې او مهمات یې طالبانو ته سپارلي دي.

سیمیزې سرچینې وایي چې طالبانو ته وړمه ورځ د دوآب کمربند کې میشت شپیته ۶۰تنه سرتیري تسلیم شول او له ځانه سره یې ۹ عرادې هاموي ټانګونه، ۴ د ټانګونو ټیلې، ۱ کانټینر د ټانګونو سامان، ۴ رینجر موټر ، ۵ میله دهشکې،۴ هاوانونه، ۳۷ کارمولي توپکونه، ۷ میله کلاشینکوفونه، ۸ میله راکټ، ۱۸ پیکاوې ، ۵ د سپوږمۍ دوربینونه، ۴ دورځي دوربینونه، دوه له تیلو او خوراکي موادو ډک کانتینرونه، ۱۰ مخابرې او ۳صندوقه لاسي بمونه /کرنیټونه یې طالبانو ته سپارلي دي.

بلخوا د همدې ولسوالۍ اړوند په موشان سیمه کې هم ۳۰تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او له ځانه سره یې ۶عرادې هاموي ټانګونه ، ۳ رینجر موټر، ۱ زیکویک، ۱ دومیله، ۳ دهشکې، ۲ هشتادو دو، ۲ هوانونه، ۶ راکټونه، ۶ کارمولي ټوپکې ، ۸ میله پیکاوې او ۱۴میله کلاشېنکوفونه هم طالبانو ته ور رسولي دي.

په همدې ولسوالۍ کې د تلکان په نامه قرارګاه عسکرو بیا له تسلیميدو پرته له سیمې شاتګ کړی چې ۴ هاموي ټانګونه، یو کوماز موټر، ۱هشتاددو ، ۱هفتادپنج، ۱ دهشکه، ۱وسط هاوان او ۲ مخابرې ترې پاتې او طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

د همدې ولسوالۍ د زنګاوات سیمه کې هم طالبانو ته ۸ پوستې په لاس ورغلې، چې میشت عسکرو یې ترې سرونه له وسلو او مهماتو سره یوځای ایستلي دي.

طالبان

د پنجوایي ولسوالۍ د کیمپ سیمه کې هم ۲ قرارګاوي او ۱۲ پوستې طالبانو نیولې چې په ترڅ کې یې ۷ هاموي ټانګونه، ۳ رینجر موټر، ۱۱ پیکاوې، ۳ راکټونه، ۸میله کارمولي ټوپکونه، ۳ د سپوږمۍ دوربینونه، ۲ نارنجک، ۱ وسط هوان، ۱ اسفیجنین، ۲غټي مخابرې او ۳۰۰۰۰ دیرش زره ګډي وډي مرمۍ ترلاسه کړې دي.

د یادې ولسوالۍ په چمنیانو سیمه کې هم طالبانو یو هاموي ټانګ، ۱ امبولانس، ۲ رینجر موټر نیولي دي.

آخوا بیا د زنګاوات د مکتب قرارګاه هم طالبانو نیولې چې ویل کیږي په ترڅ کې یې ۱۰ کمانډو موټرې، ۱۰ هاموي ټانګونه، ۱۵ رینجر موټرې او نور مهمات هم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

ددغې ولسوالۍ د دیکوباث سیمه کې هم یوه قرارګاه طالبانو نیولې او ۲ رینجر موټر ، یو امبولانس او په زیاته اندازه مختلف النوع مهمات یې ترې ترلاسه کړي دي.
داسې ویل کیږي چې طالبان په بشپړ ډول د ولسوالۍ بازار ته نږدې شوي او شاوخوا سیمې یې ټولې تصفیه کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button