امریکايي ټاکنې او په تمه افغانان

عنایت الله خاموش
د روانې نومبر میاشتې په دریمه نېټه به د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي. دې ټاکنو ته دوه داسې کسان ولاړ دي چې د شنونکو په باور حماقت، سر زورۍ او ګنګس توب کې ساری نه لري. دغه دواړه یو یې ډونالډ ټرمپ دی چې اوسمهال برحاله رئیس جمهور دی او بل هم جوبایډن دی.
دوی دواړه د افغانستان په اړه بدلېدونکي نظرونه لري. کله یې په اړه یوه خبره کوي، کله یې بیا هغه هېره وي بله پکې را شنه کړي. دا چې ټرمپ اوس برحاله او د پرېکړي صلاحیت لري. په خپله کاري موده کې یې د افغانستان په اړه متفاوتې پرېکړي کړي. لومړی یې دلته د فوځیانو زیاتوالي، جګړې د شدت او خورا زیاتو پیسو د مصرف پرېکړه وکړه. خو دا پرېکړه یې هله بدله او د بلې عملي کول یې پیل کړل، کله چې یې ولیدل د جګړې په شدت او… کې یې هر اړخیز زیان او رنګ بدي ده. بیا یې له اسلامي امارت سره د خبرو افشن غوره کړ. په دې افشن کې تر ډېره بریالی هم شو. ځکه له اسلامي امارت سره توافق ته پکې ورسېده چې دې چارې ټرمپ او د ده ډلې ته خورا اهمیت ورکړ او په راتلونکو ټاکنو کې یې د بریا چانس ور زیات کړ.
جوبایډن هم د ټرمپ په څېر دی. خپل نظر ژر بدلوي. ټاکنو ته له نوماندۍ وروسته او مخکې یې د افغانستان په اړه متفاوت نظرونه ورکړي. کله په افغانستان کې د فوځیانو د پاتې کېدو، کله د بهر کېدو، کله له اسلامي امارت سره د شدیدې جګړې او کله هم داسې خندونکې خبره وکړي چې خلک په ځان پورې وخندوي؛ لکه د افغانستان ټولې چارې پاکستان ته سپارل او… .
دوی دواړه د یوه آس غوږونه دي. که هر یو یې بریالی هم شي؛ مګر د لویو پرېکړو صلاحیت نه لري او نه هم کولای شي د امریکا په اوږدمهاله او بهرنۍ پالېسي کې تغیر راولي. که ټرمپ راځي او که بایډن؛ په هغه لارو به مزل کوي، کوم چې د امریکا پالیسي جوړونکو ورته په ګوته کړې وي. دوی به کېدای شي ځینې سمې یا نا سمې پرېکړي وکړي او په ډېر ویاړ به یې یادونه هم کوي؛ خو اصلي خلک به نور وي او یواځې به د صحنې مخته د دوی یادونه کېږي.
د افغانستان موضوع نباید د ټرمپ یا بایډن په بریا پوري وتړل شي. ځکه هغوی یواځي د صحنې پر مخ یادېږي، د پردې تر شا نور خلک پرېکړي کوي.
نو افغانان باید په پردیو پورې ځان ونه تړي او نه هم د خپلو پرېکړو صلاحیت نورو ته ورکړي. هغوی چې د واک د دوام او مادي ګټو د خوندیتوب په موخه د پردیو بارونه وړي، باید نور په دې پوه شي چې پردی کټ تر نیمو شپو وي. که بهرنیان پاتي هم شي نو تر یوې ټاکنیزې دورې به زیات پاتي نشي. هغه افغانان چې ځان حقیقي افغانان ګڼي نباید د بهر میشتو او بهر متأثرو په چلونو وغولېږي. دوی باید د ځان، هیواد او راتلونکې په غم کې و اوسي نه د لنډمهاله قدرت او مادي ګټو. دوی باید د پردیو اجنټان او فرمایش وړونکي وپېژني او په غولونکو وعدو یې عمل ونه کړي.
باید چې د خپل غرور، ارزښتونو او خپلواکۍ د ساتنې په موخه له پردیو استخباراتي مزدورانو سره مقاطعه وکړي او ځانونه د خپل ملت لپاره چوپړ وهلو ته وقف کړي. او د خپل سپېڅلي دین و ګران هیواد لپاره کار وکړي. دوی باید نور د بهرنیانو یا امریکایانو په تمه پاتي نشي او نه هم خپلې چارې د هغوی په ټاکنو یا پرېکړو پوري محدودې کړي. دوی باید نور د ازادۍ و خپلواکۍ په لور قدم واخلي او د غلامۍ ځنځیرونه وشکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button