د امريکا ټاکنو ته د کابل رژيم کږې سترګې

 

د امريکا ټاکنو ته د کابل رژيم اوږد انتظار هم ورو ورو پای ته رسېدونکی دی، ځکه ټاکل شوې وه، چې د نومبر په دريمه په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکني وشي، که څه هم له څو مياشتو څخه په رسنيو کې د امريکا د ټاکنو اړوند خبرې رواني وې، خو ټاکنو ته په نږدې ورځو کې خبرې د پخوا په پرتله ډيري تودې شوي دي، چې هري رسنۍ ته سر ورښکاره کړې، خبرونو او تحليلونه يې يواځې د امريکا پر ټاکنو راڅرخي، د چاپي رسنيو سرخط هم د امريکا ټاکنو نيولی دی، په بريښنايي او ان لائن رسنيو کې هم خبريالان يوازې د امريکا پر ټاکنو ګړيږي، رسنيو هو بهو يو داسې سيوری  غوړولی دی، لکه په امريکا نه بلکې په افغانستان کې چې ټاکني کيږي.
دا چې رسنيو زموږ په هيواد کې د امريکا ټاکنو ته دومره هوا ورکړې ده، يو ستر لامل يې همدا بلل شوی، چې کابل رژيم، د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړي مخالفين او په مجموع کې ټولي خارجي او داخلي سوله ضد کړۍ تمه لري، چې دا ځل به د ټرمپ پر ځای د امريکا ولسمشر بايډن شي، د هغوی په تمه د بايډن تګلاره به د ټرمپ د تګلاري سره مخالفه وي، چې د طالبانو سره کړې هوکړه به يا لغوه کړي او يا به داسې څه په کې ځای کړي، چې په افغانستان کې امريکا اشغال او د جګړې اور تود وساتل شي، هله به د کابل رژيم مفسد چارواکې پر اقتدار پاته شي او خپل فساد، فحاشۍ، غلا او چور وتالان ته به ښه ورايله شي.
د همدې ټاکنو لپاره د کابل رژيم له څو مياشتو څخه د سولي په لاره کې په له پسې اغزي کرل، د سولې پروسې ته يې ډول ډول خنډونه راټيل وهل، چې د بنديانو په خوشي کولو کې يې اوږد ځنډ ښه بيلګه ده، د بنديانو د خوشي کولو لس ورځنۍ پروسه يې په بيلابيلو بهانو تر شپږو مياشتو وغځول، تر هغه وروسته يې په بين الافغاني مذاکراتو کې هم مسلسل خنډونه ايجاد کړل، چې تر يونيمه مياشته وروسته يې اوس هم پام وړ نتيجه نه ده درلودلې، د دوی په اند ترڅو د امريکا تر ټاکنو پوري په سوله کې د لويو پرمختګونو مخه ډب کړي.
خو د امريکا د ټاکنو په لور د کابل رژيم کږې سترګې هم نهیلي ښکاري او د سولي په مخالفت کې يې دغه فاسد فکر هم سم انتن نه ورکړ، ځکه د افغانستان په اړه د ټرمپ او بايډن تګلاره توپير نه سره لري، ټولو درک کړې ده، چې د طالبانو او متحده ايالتونو هوکړه د ټرمپ او بايډن تر سويې لوړه ده، چې هر څوک يې د لغوه کيدلو توان نه لري د افغان جګړې پای ته رسول د امريکايې ولسمشر غوښتنه نه ده، بلکې دا غوښتنه د امريکايي د اولس ده، چې د دې جګړې ځاني او مالي زيانونه يې درک کړي دی نو  له همدې امله د امريکا ټاکني د افغانستان پر سوله کوم اغيز نشي لرلی.
ډير د افسوس ځای دي، چې د کابل رژيم چارواکو خپل برخليک د امريکا د ټاکنو تر پايلو پوري تړلی وو او په همدې وجه يې مياشتي مياشتي د سوله د حذف کوښښونه وکړل، د جګړې پر اور يې تيل وشيندل، خلک يې ووهل، ويې وژل، کلي او کورونه يې ور وران کړل، ټول اولس يې د غم پر ټغر کښيناوه، دوی بايد نور شرم او خجالت حس کړې، نور خپل فاسد فکرونو او دردونکي کړنې تکرار نه کړې، او د اولس د غوښتني سره سم د تلپاتي سولي راتګ ته غاړه کښيږدي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button