د طالبانو د عالي تحصيلاتو اداره:استخباراتي کړیو پر پوهنتون برید د سولې روان بهیر د مغشوشولولپاره کړی

عزم(سه شنبه،۱۳، لړم ۱۳۹۹):د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو کمیسیون د کابل پر پوهنتون د تیرې ورځې د برید په غبرګون کې اعلامیه خپره کړې او یاد برید یې په سختو ټکو غندلی دی.

اعلامیه کې پر پوهنتون او دې ته ورته په تعليمي مراکزو، ديني مدارسو، مساجداو نورو عامه شتمنیو باندې بريدونه په کلکو ټکو غندل شوي « الله تعالی څخه شهېدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفا غواړي. »

کمیسیون ویلي چې« په هېواد کې مختلفې بهرنۍ او کورنۍ استخباراتي کړۍ غواړي، چې د سولې د پروسې په حساسو شېبو کې د هېوادوالو امنيت وننګوي، د مجاهدينو په وړاندې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، د بهرنيو اشغالګرو قواوو د پاتې کېدو لپاره زمينه سازي وکړي او اشغال د يوڅه وخت لپاره نور هم تمديد کړي خو لله الحمد چې افغان مجاهد اولس د دښمن دې کرغېړنو اعمالو ته متوجه دی او هېڅ کله به یې په زهرجنو تبلیغاتو تېر نه وځي»
دغه برید چې مسؤلیت یې داعش ډلې منلی، حکومت پلوه کړۍ یې پر طالبانو ور تپي، په داسې حال کې پوځي شنونکي په کې د کابل حکومت د استخباراتي کړیو څرګند لاس هم جوت بولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button