د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د زنګاوات قرارګاه هم سقوط شوه

 

عزم(سه شنبه، ۱۳ لړم ۱۳۹۹): طالبان وایي د کندهار پنجوایي ولسوالۍ اړوند د زنګاوات د مکتب قرارګاه څخه عسکر تللي او قرارګاه د دوی لاس ته لویدلې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې په قرارګاه کې ۲۳ شوبلو او رنجر موټرو تر څنګ لس دانې کاماز موټر هم لاسته ورغلي دي.
هغه همدا راز ویلي چې د دې تر څنګ ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې هم نیولي دي.

احمدي زیاته کړې چې د دې سربیره د سپیروان د غونډۍ د قرارګاه عسکر هم وتلي یوه شوبله، یو رنجر او درې موټرسایکل یې پریښی دي.

پنجوایي ولسوالۍ کې د طالبانو بیساری پرمختګ ځیني خلک حیران کړي او وایي چې له ځینو پوستو عسکر له له جګړې وړاندې وځي او سیمې پریږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: