تاریخ څه ته وایي؟ او مونږ ته څه را زده کوي؟ ( آخیري برخه

 

لیکوال: حـمـادافـغـان شیرزاد
د همدې لیکنې په دوه مخکینې برخو کې د تاریخ د تعریف او د چا تاریخ ولولو اړوند بحث وشو دا اخیري برخه ده.

د چا تاریخ ولولو

د ویمه درجه کې د خلفاء راشدینو بشپړ تاریخ او سیرت کتل ضروري او مهم دي او بیا خاصة د خوځښتونو او دولتونو لپاره ځکه چې نظام جوړونه، معاملات، خپل رعیت او ولس ساتل د کفر سره مقابله ، د خپل حکومت دائرې ته وسعت او پراختیا ورکول، کفر او نورو قومونو سره د عمل طرز او نهج او راشه درشه دا ټول له همدې ځایه سرچینه اخلي او بنیاد یې همدا ځای دی.

په دریمه درجه کې بیا د اسلامي امت د سترو فاتحینو ، تیرو شوو دولتونو او خلافتونو تاریخ کتل هم اړین دي ، د امویانو په خلافت کې هم زمونږ لپاره لوی درس پروت ، هغه خلافت چې هم پکې د اسلامي حکومت دائره ډیره وسیعه شوه او هم پکې د مسلمانانو اقتصاد ښه شو ، اسلامي لښکرې د شرقي ترکستان نه هم تیرې شوې ، دا هغه وخت و چې د نړۍ په څلورو اطرافو کې د اسلام سپیڅلې لښکرې د کفر د تیارو په مړو کولو بوختې وي. د دې تر څنګ پکې د خپل مینځي اختلاف سترې معرکې هم شوي چې اسلامي امت پکې لوی زیان لیدلې او هم یې بیا د حل او فصل ذرائع ښودل شوي.

په ورستیو سترو خلافتونو کې عباسي خلافت ، د مملوکو سلطنت ، ایوبي سلطنت، په اندلس ، الجزائر او سپین کې تر ۴۲۸هـ پورې د امويانو خلافت، او بیا په آخر کې عثماني خلافت هم ځلانده تاریخ لري.

د اشخاصو په تاریخ کې بیا داسې صدۍ نه ده تیره شوې چې سترو شهسوارانو او اتلانو پکې تاریخ نه دی زرین کړی.

*آی د اسلامي امت ځوانانو!*

تاریخ او سیرت د ساعت تیرۍ او تیرو شوو کیسو نه د خبردارۍ پخاطر فقط مه لولئ بلکې؛ د هرې پیښې او هرې واقعې نه عبرت او درس واخلئ د ملت او ولس ژغورنې اصول ترینه راوباسئ.

د نولسمې صدۍ له پنځمې لسیزې وروسته د اسرئیلو یوه ښځینه صدرآعظمه تیره شوې چې تاریخ یې نوم “ګولډي مایر” راخیستې ، د اسلام په دښمنۍ کې له هر چا مخکې وه د امریکا او نورو کفري طاقتونو یې اسلحې واخیستې پر فلسطین یې یرغل وروړ او زمونږ لومړۍ قبله یې ونیوله چې تر ننه هم د دوی تر نجس حاکمیت لاندې ده ، له همدې ښځې د امریکې د سنا مجلس وپوښتل چې دا هوښیاري، صبر او استقامت دې له کومه ځایه زده کړه؟، هغې ورته وویل چې ما د اسلام د پیغمبر سیرت له سره تر پایه مطالعه کړو او د ژوند د تیرو ټول هر څه ( د اولاد تربیه ، کورنې ژوند، په بهر چاپیریال کې ژوند او بیا د قوم او ولس رهبري ) مې ترینه زده کړل ، د نبوت په دوره کې پر سختیو صبر کولو یې ماته صبر ، حوصله او استقامت را زده کړو او کله چې د اسلام پیغمبر وفات کیدلو نو کور کې یې د ډیوې د بلولو تیل نه درلودل خو په عاریت یې له بل کور څخه راوخیستل او کله یې چې رڼا وکړه نو د کوټې پر دیوال تورې او زغرې راځړیدلې نو د اسلحو اخیستل مې له دې ځایه زده کړل چې د پیغمبر په کور کې تیل نشته خو اسلحې دومره ډیرې دي.

خو افسوس د نن پر مسلمان او تش په نوم هیوادونو او بیا خاصة په عربو چې بې شمیره پیسې ، نفت ، ګازات او تیل لري خو صرف خپل هیوادونه او کفر یې پر آباد کړ او نه یې کوم طاقت او نه یې کوم مسلمان ته خیر پر ورسولو…
پای.

وما علینا الاالبلغ المبین .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button