مدرسه او پوهنتون/جانان خدرخیل

د جانان خدر خیل نوي غزلونه

#مدرسه:

تر هغو به مو دا حال وي پوهنتونه
چې تر منځه مو جنجال وي پوهنتونه

زۀ او تۀ که سره یو شو او لاس ورکړو
د دښمن به مو زوال وي پوهنتونه

مدرسه او مکتب چا سره بېل کړي؟
دواړه پړي د یو ټال وي پوهنتونه

مانه هم هر کال هغه طالب شهید شي
چې د درس یې وروستی کال وي پوهنتونه

ستا ګلونه چې لَو کېږي زۀ پوهېږم
زړۀ دې ما غوندې ملال وي پوهنتونه

مدرسه خور دې په غم کې ده شریکه
د خورګانو دا کمال وي پوهنتونه

دواړه یو یوو زما زوی که مولوي وي
ستا بچی هم څارنوال وي پوهنتونه

“خدرخېل” غوندې زما اصیل اولاد به
ستا د هر زوی انډیوال وي پوهنتونه.

★★★
#پوهنتون:

رب دې ښاده لره ګرانې مدرسې
زما خورې قدردانې مدرسې

ستا په حال او ستا په درد باندې پوهېږم
په بمونو باندې ورانې مدرسې

څوک چې موږ بېلوي رب دې هغوی واخلي
خدای دې تل لري ودانې مدرسې

ستا د زوی همزولی زوی مې شهید شوی
زړۀ مې چَوي مهربانې مدرسې

ډکه غېږ مې له بچیو خالي کېږي
راته وکړه دعاګانې مدرسې

پوهنتون ورور دې له تا ځنې قربان شي
ای په ما باندې قربانې مدرسې

موږ رښتیا یوو د یوه مرغۀ وزرونه
زړۀ به نۀ ماتوو ځوانې مدرسې

پوهنتون دې هم اباد وي “خدرخېله”
چې تر کومې وي روانې مدرسې.

ـــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۹/۸/۱۳

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button