سیاسي مشرانو له طالبانو سره د ځینو کړیو پر زهرجنوتبلیغاتو او شوموپلانونو اندیښنه څرګنده کړې

عزم(چهار شنبه،۱۴، لړم ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې تیره ورځ یې د سیاسی دفتر د افغانانو سره د ارتباط څانګې غړو له یو شمیر سیاسي مشرانو سره د هیواد پر روان وضعیت، سوله او نورو موضوعاتو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

نوموړی وایي، دغه ناسته د افغانستان د ملي یووالي او د سولې د مشترکې جبهې د مشرانو سره چې مشري یې ښاغلي پوهان قاضي ګل رحمن کوله،ترسره شوې چې په ترڅ کې یې دسولې په پروسې هر اړخیز بحث ترسره شوی دی«دسولې لپاره رامنځته شوی حالت د افغان ولس لپاره زرین فرصت وګڼل شو او په دې ټينګار وشو چې مسایل بايد د خبرو له لارې حل او یو افغان شموله اسلامي نظام رامینځ ته شي»

طالبان

 

په داسې حال کې چې د اشرف غني، د هغه د مرستیالانو او نږدې چارواکو له خوا په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد توندو تبلیغاتو زور اخیستی، طالب ویاند وایي چې غونډه کې پر یادو موضوعاتو هم بحثونه شوي دي «همداشان، دواړو خواوو په اوسني نازک وخت کې دسولې د پروسې په وړاندې د ځینو معلوم الحاله کړیو او عناصرو په زهرجنو تبلیغاتو او شومو پلانونو اندیښنه څرګنده کړه.»
نوموړی وایي چې د غونډې په پای کې، ټولو ګډونوالو د ورته غونډو د”دوام”غوښتنه وکړه.

د طالبانو ویاند دغه راز په یوه بل ټویټري پیغام کې ویلي چې پرون ماښام یې دسیاسي دفتر د اروپائي بخش مسئول ملا عبدالحق وثیق او ورسره هئیت د جرمني هېواد دخاص استازي له مرستیال اندریاس کروګر او مل هئیت سره په دوحه کې کتلي او د افغانستان په روان وضعیت، “تور لیست” او جینوا کانفرانس په هکله یې تفصیلي خبرې ور سره کړې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button