نېکمرغۍ ووېشئ!

په یوه تعلیمي ورکشاپ کې استاد ګډونوالو ته وویل: هر څوک یوه، یوه پوکاڼۍ یا ډومبکۍ له هوا څخه ډکه کړئ، خپل نومونه ورباندې ولیکئ او په دې وړه کوټه کې یې واچوئ. په پنځو دقیقو کې هغه ډومبکي بېرته را پیدا کړئ چې ستاسې نومونه ورباندې لیکلي دي.
پنځه دقیقې تېرې شوې، خو هیچا هم په دې ډکه کوټه کې خپله پوکاڼۍ ونه مونده.
استاد زیاته کړه: اوس هر څوک یو یو ډومبکی واخلئ او هغه چاته یې وسپارئ چې نومونه یې ورباندې لیکلي دي.
په یوه دقیقه کې هر چاته خپله، خپله پوکاڼۍ ورسېده او ټول ګډونوال خوشاله شول.
استاد خپلو شاګردانو ته په خندا وویل: دا پوکاڼۍ زموږ د نیکمرغیو په شان دي، که موږ هر یو یوازې خپله نیکمرغي ولټوو؛ نو پیدا کول یې ګران کار دی او که د نورو اړتیا په پام کې ونیسو او هغه څه ولټوو چې نور ورباندې خوشاله کېږي، په دې صورت کې به دوی هم زموږ له پاره هغه څه ولټوي چې موږ ورته ضرورت لرو. دا کار به ټولنه نېکمرغه او له خوښیو ډکه کړي.

ژباړه: ایاز ترنک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button