د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ له سختو بریدونو وروسته سقوط شوې

عزم(پنجشنبه، ۱۵ لړم ۱۳۹۹): کابل نیوز د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د ګېزاب ولسوالۍ مرکز، د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او د ملي امنیت مدیریت په شمول ګڼې ودانۍ د وسلوالو لاس ته لویدلې دي.

عزم ته هم یوې سیمه ییزې سرچینې دغه خبر تایید کړې، او وایي چې اوس مهال هلته د ملي اردو په یوه قرارګاه بریدونه روان دي که مرستندویه ځواکونه ونه رسیږي ښایي دغه قرارګاه هم سقوط شي.

د یادونې وړ دی چې د ارزګان ولایت چارواکو یا هم دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ کط هم له تیرې حه باندې یوې میاشتې راهیسې جګړه روانه ده، طالبان د بازار څنډو ته رسیدلي او ګڼې پوستې یې هم سقوط شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button