د نړۍ له بد زندانه د زنداني شکایتونه او خواهشات

د ناروې هېواد يو اوسېدونکی Anders Behring Breivik چې څو کاله مخکې د ۷۷ کسانو په ډله ييزه او ترهګري وژنه تورن او په ۲۱ کلونو بند‌ محکوم دی د خپل هېواد له زندانونو اروپايي ورځپاڼو ته ليکونه لېږلي او خپلو وکيلانو ته يې له زندان څڅه شکايت کړی دی . دی په خپلو شکایتونو کې ليکلي:
• دا څنګه زندان دی؟! د سهار قهوه چې د زندان کارمندان راته را رسوي سړه شوې وي.
• کوچ چې زما ډېر خوښېږي په ناشته کې نشته.
• کمپيوټر لرم، تلويزيون لرم د ګيم کولو او سات تېری او ورزش سامانونه لرم خو کمپيوټر مې له انټرنېټ سره ندی وصل بېخي ولاکه خوند‌کوي.
• د‌مخ پوستکی مې وچ کلک شوې دلته په زندان کې د پوستکي نرم کوونکي او مرطوب کوونکي کريم نشته.
• دری کوټې يې د ورزش، ويده کېدا، مطالعې او تلويزيون لپاره راکړې کفايت نه کوي.
• زه غواړم په انلاين ډول په ښو پوهنتونونو کې درس ووايم دا اسانتياوې بايد د زندان کارمندان راته برابرې کړي.
• د ورځې څو ساعته يوازې يم ، غواړم له خلکو سره ګپ شپ ولګوم ځکه په يوازي توب کې مې ذهن سم کار نه کوي او مطالعې باندې سم تمرکز نه شم کولای.
دی شکايت کوي چې تر دې به م نور خراب زندانونه د نړۍ په کوم کونج کې وي؟
(دی فکر کوي لکه سې د خواښې کره راغلی يم)
تاسې څه پکې وايئ؟

نور احمد عاېل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: