خاين چارواکي او قرباني ولس

نن کابل کې 400 بستريز روغتون ته د يو ناروغ ليدو ته ورغلئ وم.
څو شېبې د روغتون مخې ته ولاړ پاتې شوم تر غوږونو مې دروند د څرخي الوتکو غږ شو د روغتون په انګړ کې د ناستي په حالت کې شوې وډار شوم ژر مې په درواﺯه کې له ولاړو نظاميانو وپوښتل چې دا څه قيصه ده دا خو نظامي اډه هم نه ده هغه نو ځواب په دري ژبه راکړ: برادر پشتش نګرد.
خو ګړۍ وروسته نو د روغتون مخې ته د ولاړو لونګۍ دارو ، سپين خولي ، او د چپن دارو خلکو ژړا او فرياد جوړ شو له روغتون څخه يو دروېشي کړى نظامي چې سپين کاغذ په لاس د امبولانسونو له کتار څخه مخکې را ووت چې کتل مې کاغذ نو د وژل شوي عسکرو لېست وّ ولاړ خلک نو په ډېره بې صبرى د مړو لېست ته غوږ ول تر څو خپل مړي پيدا او تر خپلو کورونو يې ورسوي.
يو‌ سپين خولى اندېښمن ژېړ رنګه ځوان مې تر څنګ د برق پايې ته تکيه کړې وه ترې وّ مې پوښتل ورور تاسو هم کوم ځوان له لاسه ورکړى که څنګه ?
نو په ډېر ژړه غونکي غږ يې راته د خپل قرباني شوي کاکا ځوى قيصه وکړه چې د کاکا ځوى مې 2 مياشتې د واده وشوې پلار يې معذور مور يې ناروغه دوه خويندې يو وړوکۍ ورور په کور لري کور هم کرايې بل يې څوک د ګټې وټې نشته او اوس يې کور له مړينې هم نه ده خبر د دوه مياشتو معاش يې هم له دې سر خوړلي حکومت سره پاتې.
لنډه دا چې نور نه د کار څوک لري نه يې د پوښتنې څوک شته.
ښه نو دا مو د وطن حال شو څوک په يو نوم قربان شول څوک په بل نوم ميندې بورې شوې خويندې کونډې ورونه بې بلاره .
#او چارواکي او مسٔول عالي صاحبان نو څوک له هېواد بهر څوک د هېواد په دننه کې له خپلو ناﺯولو اولادونو سره په ښايسته سرو او سپينو قصرونو کې خپل له مزو ډک ژوند تېروي بيا به په هره غونډه کې څوک د خبرو شروع په يا وطن يا کفن کوي او څوک به يې په قال الله تعالىٰ کوي ته به وايې چې د وطن اصلي بچيان همدوى دي خو نه داسې نه ده .
نو قربان هم د غريب اولاد، محتاج هم د غريب اولاد، معذور هم د غريب اولاد، بې کوره هم د غريب اولاد.

حبيب الله شاداب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button