تلکه او مرغۍ

مرغۍ پر خاورو پرتې تلکې ته وویل: څوک یې؟ تلکې ورته وویل: د الله یوه خواره بنده. مرغۍ ورته وویل: ولې پر خاورو ناسته یې؟
– له خاکسارۍ
– ملا دې ولې کړوپه ده؟
– د الله له وېري او عبادته
– دا ملا دې ولې په رسۍ باندې تړلې؟
– د خلکو د خدمت له پاره
– دا لرګی څه کوې؟
– دا مې لکړه ده، ورباندې تکیه کومه
– دا د غنمو دانې دې ولې مخې ته شیندلې؟
– خلکو ته یې صدقه کومه
– آیا زه یې اخیستلای سمه؟
– هو، تر تا یې ځار
مرغۍ ورنږدې سوه، چې دانې وخوري، تلکه ورباندې را خلاصه سوه، مرغۍ له درده چیغې کړې: اې الله! له داسې چا څخه مې وژغورې چې هغه یې خبرې او دا یې عمل دی. مرغۍ ورته وویل: غلې سه! اوس دې څوک غږ نه اوري او له مرګ پرته بله چاره نه لرې.
تلکې لکه زموږ دروغجن او مکار سیاسیون او مرغۍ همدا بېچاره افغانان دي چې د ورځې سلګونه کسان د دوی په خبرو غولېږي او خپل ځانونه قربانوي.
ایاز ترنک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: