د اشرف غني له لوري بایډن ته د بریا مبارکي او د خلکو غبرګونونه

عزم (‌‌‌‌‌‌‌یکشنبه، ۱۸، لړم، ۱۳۹۹ل):  ولسمشرۍ ماڼۍ څو شېبې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو جوبایډن ته مبارکي ویلې ده. د ارګ پر فېسبوک‌پاڼه د مبارکۍ ته سلګونه تبصرې شوي او لا هم ځینې خلک تبصرې کوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې امریکا د افغانستان ستراتېژیک شریک یاد شوی او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخو کې ورنه د پیاوړې همکارۍ هیله هم شوې ده.

د عزم لوستونکو د ځینو خلکو تبصرې دلته هم راوړوو.

ډیوه اسحاقزۍ په خپله تبصره کې لیکلي:«مونږ د ټرمپ ملاتړي يوو او تر اخره به د بايډن سره مبارزې ته دوام ورکوم، بايډن درغلي کړې ده بايد ملي وحدت حکومت غاړه کيږدي او کابينه هم بايد %50 شي.»

عبدالوحید عرب ورته لیکلي: «هغه د واک وږي، چې د جو بايډن بريا ته د دې لپاره خوشاله دي چې ګواکې د سولې روان بهير به لغوه او واک کې به دوی تل لپاره پاتي شي، دا خوب دې له ځانونو سره وساتي.

د افغان جګړې پر بې معنا والي ټرمپ او بايډن دواړه يوه خوله وو.؛که بايډن د ټرمپ لخوا د امریکايې ځواکونو د خروج له سياست سره مخالف وای، نو ټاکنيزو بحثونو کې به يې پرې نيوکې کولای.

دا باید په یاد ولرو؛ چې د امريکا د افغان جګړې په تاريخ کې په لومړي ځل د اوباما د ولسمشرۍ پرمهال ( هغه مهال بايډن مرستيال ولسمشر و ) له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو يا د زيرو آپشن بحث هم مطرح شوی و. د اوباما وخت کې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستنه يې ثبوت دی. نو د سولې بهير د ډيموکراتانو له خوا پيل شوی و، د ټرمپ پرمهال يې خپل طبيعي سير طی کړ او د بايډن له راتګ سره به بیا هم پر مخ ځي؛ ځکه امریکایان زمونږ د نا اهله مشرانو په څير ندي او په عقلانیت ولاړ دریځونه نیسي. بايډن خو لا دمخه له افغان جګړې زړه تورن دی؛ چې ویلي و؛ افغانان د ملي وحدت جوګه ندي. ټرمپ سره ډېرو لېونتوبونو د افغان جګړې د مذاکراتي اواري هڅه وکړه، خو ځينو ناپوهه واکمنانو بابیزه وګڼله.

افغان ولس به هم د امریکا د ولس په څير ډیر ژر د خپلو لیونيو څخه د ځان خلاصولو لار خپله کړي، لکه چې امریکايې ولس چې ټرمپ ته طلاق ورکړ. دا د واک لیونیان او هم په انحصاري توګه د واک غوښتونکي او د ارزښتونو قاتلان دریواړه باید له دې وډار شئ چې ښايې بايډن مذاکراتي اواري ته زغم ونه لري! نو پکار داده چې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي.»

علي هجران رحماني اشرف غني ته لیکلي، چې واک طالبانو ته وسپاره او د بې‌ګناه خلکو له وژلو لاس واخله.

«د خدای لپاره نور د وینو تویېدل ودروه. ناکام یې، د بې‌گناه انسانانو په وینو رنگ یې. بسم الله که طالبانو ته حکومت وسپاره، حد اقل د غلو نه خوبه زمونږه ټولنه پاکه کري.»

کریم الله حبیبي لیکلي:«غوړه مال غلام ابن غلام غني.»

اصل خان اشرف غني ته لیکلي، چې ټرمپ ښه و د عسکرو شاته به یې درولې، خو بایډن به دې چېرته دروي. «ټرمب خو درسره ښه وو عسکرو سره به يې شاته ودرولې جو بايدڼ به دې چيرته ودروي.»

عبدالقدیم افغان ارګ ته لیکلي، مبارکي ورکړئ، ځکه بیا به مو په واک کې پاتې کړي. «ورکړئ مبارکيانې. که يې څه نور هم په غلامۍ کې پاتې کړاست.»

رسول بادشاه سېلاب ورته لیکلي، چې تمه باید یوازې له الله نه وکړو. «د یوه افغان پۀ حیث شرم دی. تمه او تواقع باید خاص لۀ الله څخۀ ولرو.»

مستفر ګربز ورته لیکلي، چې امریکایان به درنه تښتي او تاسې به د دې ملت رحم ته په تش میدان پرې ږدي.

«‏ټامیانو: د پردیو په زور چا جنګونه نه دي ګټلي. زموږ یاد دي چې ټرمپ له اسلامي امارت سره هر ډول خبرې رد کړې تاسې ډير خوشاله وئ.

تاسې ناکامې تجربې په ځان تکراروئ. دا سره انګريزان به درنه تښتي او تاسې به په خوشي تشي میدان د دې ملت رحم ته پریږدي.»

احمد ولي حکیمي ورته لیکلي، چې تاسې مبارکي ورته هېڅ ارزښت نه‌لري، خپل وخت مه ضایع کوئ.« ستا مبارکي دوی ته هېڅ ارزښت نه‌لري، تر څو چې خپلواک نظام ونه‌لرئ.»

د ارګ په پاڼه ډېرو خلکو تبصرې کړي دي، خو موږ یوازې دلته څو د نمونې په ډول راخیستي وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button