هلمند: عسکرو،کلیوال سپینږیری د انځورونو لپاره له خپلو زامنو سره یوځای،د طالبانو په نوم برمته کړی

عزم(یکشنبه، ۱۸، لړم ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې تیره ورځ یې دغه ولایت کې څلور تنه طالبان وژلي او۶تنه نور یې له وسلو او مهماتو سره یوځای ژوندي نیولي، تازه یې د سیمې خلکو او طالبانو په هکله وضاحتونه خپاره کړي دي.
د سیمې خلک وایي، لومړی سیمه کې درنه بمباري ترسره شوه او وروسته د خلکو پر کورونو د ځانګړو ځواکونو لخوا چاپه ووهل شوه او ولسي خلک یې پر ځورولو سربیره د بندیانو په توګه له ځانه سره یووړل.
د ځایي خلکو په وینا، عسکرو له نیول شویو کسانو سره چې یو سپنږیری کلیوال مشر هم په کې وه، وسلې ایښودلې او انځورونه یې ورسره ایستلي دي.

سرچینې زیاتوي، د حاجي خان اکا په نامه دغه سپینږیری له۲زامونو”احمدالله،اسدالله” اویوتن وراره “یعقوب” او۲نوروکلیوالوسره یوځای د کمانډویانو لخوا وړل شوي، په زور له وسلو سره کینول شوي او انځورونه ترې ایستل شوي دي.

طالب ویاند پیښه جنایت او ویلي یې دي چې دولت پلوه ملیشو دا کار د تبلیغاتي نمایش لپاره کړی تر څو له دې ډول انځورونو رسنیزه ګټه واخلي.
انځورونو کې ښکاري چې سپنږیری او ځوانان په خورا بیباکانه توګه کینول شوي او په داسې حال کې چې مخې ته یې سپکې او درنې وسلې هم ایښوودل شوې، انځورونه یې د ملي دفاع وزارت او میوند قول اردو لخوا خپاره شوي دي.

که څه هم د بشري قوانینو له مخې، د ولسي خلکو تحقیر او د هغوی ځورول جُرم بلل کیږي، خو پر حکومت، چې په دې برخه کې په بشپړې بې تفاوتي تورن دی، هیڅ کوم نهاد پوښتنه او اعتراض نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button