نی: حکومت نه باید د یما سیاوش دوسیه د نورو خبریالانو په څېر له یاده وباسي

عزم (‌‌‌‌‌‌‌دوشنبه، ۱۹، لړم، ۱۳۹۹ل): له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره«نی» وايي، حکومت نه باید د یما سیاوش دوسیه لکه د نورو خبریالانو په څېر له یاده وباسي، بلکې د دې پېښې دې سمه پلټنه وکړي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نی له حکومت غواړي چې د یما سیاوش او همکارانو وژونکي وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.«نی په تاکید سره وايي چې حکومت نه باید د یما سیاوش دوسیه لکه د نورو خبریالانو په شان له یاده وباسي. د سیاوش وژونکي که معلوم شول، کېدای شي نور هم څرګند شي.»

یما سیاوش د تېرې شنبې په ورځ د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو، خو د نوموړي د وژنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

یما سیاوش د طلوع نیوز خبریال او د سیاسي خپرونکو چلوونکی و؛ خو اوس‌مهال یې په افغانستان بانک کې دنده ترسره کوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button