زمونږ سوله د حمزه غوندې شهیده

د سپي شنې سترګي خالي خالي لګیږي
او د غم لۀ خوبه پټې پټې کیږي

د څښتن د کور قلف شوي ورۀ ته پروت دی
ماشومان نشته دی چغې یې یادیږي

دا کوڅې او خاموشي هم سوله غواړي
نور پۀ دې وطن کې سپي هم سوله غواړي

ربه سولې مو بلها غشي خوړلي
دغه ښکلې شاه لیلی غشي خوړلي

زمونږ سوله د حمزه غوندې شهید
پۀ سینه یې دری اویا غشي خوړلي

چا غوڅ کړی ترېنه زړۀ او چا یې سر دی
او د جنګ هندې ژوؤلی ترې ځیګر دی

نور نږدې ده چې مارغان خبري وکړي
او د وران افغانستان خبرې وکړي

لرې نۀ ده چې دوی ووایي جنګ بس دی
او د سولې د ارمان خبرې وکړي

ای بسمله! ونو هم مرمۍ خوړلي
څانګې ماتي دي او ځالې رالویدلي

محمدعلیم بسمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button