غزني: طالبانو د سلګونو زدکړیالانو ترمنځ د سیرت النبي سیالي ترسره کړې/انځوریز

عزم(چهارشنبه، ۲۱، لړم ۱۳۹۹):د غزني ولایت ځایي خلک وایي چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو تر سرپرستي لاندې د سلګونو تنو زدکړیالانو ترمنځ د سیرت النبي ص په مضمون کې یوه ستر آزمویښتي سیالي ترسره شوې ده.
دغه سیالي کې چې تر ۵۰۰زیاتو محصلینو، د ښوونځیو زده کوونکو او د دیني مدارسو طالب العلمانو ګډون کړی وه، تیره ورځ یې د یادې ولسوالۍ اړوند د سلیمانځیو سیمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د تعلیم او تربیې د کمیسیون لخوا پایلې اعلان شوې..
د سیالۍ یو ګډونوال صالح غزنوي وایي، ګټوونکو شاګردانو ته ډول ډول جوایز په پام کې نیول شوې وې، چې اول نومره ته یې یوه پایه کمپیوټر او تر لسم نمره پوري ډول ډول جایزې ورکړل شوې.

نوموړی زیاتوي چې پر دې سربیره دغزني لپاره د طالبانو دنظامي قطعې مسؤل “منصور حقاني”له خوا هم د لومړي، دوهم او دریم نمبر ګټونکو کسانو ته ډالۍ او اعزازي لونګۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون په ټول هیواد کې په زرګونو مدرسې او ښوونځي ترسرپرستي لاندې لري او زیاتو سیمو کې د درسي چارو نظارت له نږدې څخه ترسره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: