کانکور

“(کانکور) ترکيبي کلمه ده چي له (کان) او (کور) څخه جوړه سوې ده. (کان) په فرانسه کي د يوه ښار نوم دئ او (کور) په پارسي ژبه کي (ړانده) ته وايي چي په کنايه کي د ړندو د ښار مانا لري، خو په علمي اصطلاح کي هغه امتحان ته ويل کېږي چي د يوه ولايت له يوې ناحيې څخه طب ته دېرش محصلین بريالی سي، خو د څو ولايتونو څخه بيا يو نفر هم نه سي بريالی کېدای، پوښتني ناسمي، خو جوابونه يې سم وي، د پوهنتون د استادانو املا ناسمه وي، خو محصلين مکلف دي چي بايد املا سمه وليکي. په دې ډول امتحان کي عدالت ته پوره پام کېږي، د کابل د حبيبيې ليسې او روزګان يوې کنډواله ليسې فارغانو ته يو ډول پوښتني ورکول کېږي!؟”

د همت صاحب له پورته خبرې معلومېږي چې په افغانستان هېڅ آدرس معتبر او سپېڅلی نه دی، هسې دې دا ځینې غټ‌سري/ تش‌سري هسکه نه وايي، غلي دې کېني، موږ یې آن د نغري کرغېړنې خښتې پېژنو.
عبدالنافع همت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button