د صالح نوی گواښ؛ حکومت راتلونکي کې څوک وژني؟

خط اول
د اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح چې اوس د کابل گڼې چارې پرمخ وړي، هره ورځ نوې نوې څرگندونې کوي. صالح اوس د کابل والي، ښاروال، امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس او حتا د ارگ مشر هم دی. پرون یې ادعا وکړه چې طالبان غواړي د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې مدني فعالان په نښه او ووژني.
نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي وو: د ملي امنیت څخه د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو نوی پلان دی چې په کابل او نورو لویو ښارونو کې مدني فعالان په نښه او ووژني.
«دا د طالبانو نوي او نرم اهداف دي تر څو مدني فعالان په نښه او د ولس عمومي روحیه احساساتي او له دې لارې پر حکومت فشار ډېر کړي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او ټول مدني فعالان باید د طالبانو پر وړاندې منظم، منسجم او خپل دښمنان باید وپېژني.»
کله چې حکومت پر کابل پوهنتون برید وکړ او د دې برید ځینې جعلي صحنې یې هم جوړې کړې، خو خلک له لومړۍ ورځې د دغه برید په نوعیت شکمن وو. حکومت له دې برید وروسته د طالبانو پر ضد تبلیغاتي جگړه چټکه کړه او د حکومت په لاس په ځړول شویو بینرونو کې یې د سولې د روانو خبرو مخالفت هم وکړ. کله چې د کابل پوهنتون امنیتي مسوولین ونیول شول، نو صالح یې د خوشې کولو غوښتنه وکړه. له دې غوښتنې وروسته د خلکو شک په رښتیا شو، چې پر کابل پوهنتون برید د حکومت دننه هغو کړیو کړی چې د واک د پايښت لپاره غواړي د سولې روانې خبرې پای ته ورسوي. حکومت د دې برید په اړه د څېړنو خبره هم کړې وه؛ خو له دا دی دویمه اوونۍ ده چې د دغه څېړنو پایلې ورکې دي. حکومت په دغه برید کې د کابل پوهنتون هغه استادان هم ښکېل بللي وو، چې اوس د اشرف غني او حکومت له روانو تگلارو سره مخالف دي.
د بیان ازادي او د حکومت حوصله!
د سولې په خبرو کې حکومت تل د رسنیو او د بیان ازادۍ په ساتلو ټینگار کوي. حکومت دې ازادۍ ته هم خپلې پولې ټاکلي دي. کله چې یوه رسنۍ، سیاسي کارپوهان او د حکومت ملاتړي د طالبانو پر ضد هر څه وايي، پروا نه کوي؛ خو کله چې د حکومت تگلارې ننگوي او پر ضد یې غږ پورته کوي، بیا د بیان ازادي نه‌شته. حکومت ډېرو رسنیو ته ځینې هغه کسان په نښه کړي چې د حکومت ضد څرگندونې کوي او ورته یې ویلي دي چې دوی به خپلو گردي مېزونو ته نه راغواړي او نه به یې نظر خپروي. د حکومت ځینې متنقدین په مرموز ډول ووژل شول، پر ځینو مرگوني بریدونه وشول او ان ځینې هېواد پرې ښودو ته اړ شول. اوس په رسنیو کې هغه څوک مېلمه کېږي چې د حکومت په گټه خبرې کوي او د حکومت په هرې ناروا سترگې پټوي. خو که د حکومت ضد خبرې وکړي، بیا په رسنیو کې نه مېلمه کېږي او نه یې څوک نظر راخلي. حکومت ته هغه د بیان ازادي مهمه ده، چې د دوی گټې پکې خوندي وي او کله چې د دوی پر ضد غږ کېږي، بیا نه تېرې اتلس‌کلنې لاسته‌راوړنې شته او نه د بیان ازادۍ ته ژمنتیا.
روانه اوونۍ د طلوع نیوز پخواني خبریال او د افغانستان بانک اوسنی کارکوونکی یما سیاوش ووژل شو. د سیاوش د وژنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی او حکومت یې بیا هم پړه پر طالبانو واچوله. حکومت د دې وژنې وروسته فکر کاوه د خلکو له ذهنونو به د کابل پوهنتون برید له یاده وباسي، خو پر حکومت د خلکو نیوکې له دې هم ډېرې شوې. نن په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي هم په ورته مرموز برید کې ووژل شو، خو ارگ بیا په دغه برید کې طالبان ښکېل بللي دي. په داسې حال کې چې دواړه بریدونه سره ورته وو او مسوولیت یې هم چا نه دی منلی.
کله چې امرالله صالح په لویو ښارونو کې د مدني فعالانو د وژنې خبره کوي، نو ښکاره ده چې حکومت غواړي ډېر کسان په نښه کړي. کېدای شي په دغه ډله کې هر څوک وي. دا چې په امریکا کې تازه ټاکنې شوي او د حکومت هیلې جوبایډن ته دي او له هرې لارې هڅه کوي چې امریکا په افغانستان کې خپل عسکر پرې ږدي. د حکومت راتلونکی پلان ډېر خطرناک دی او که دغه پلان عملي کړي، نو ډېر خلک به پکې خپل ژوند وبایلي. کېدای شي د حکومت لومړی پام کابل ته وي او په کابل کې هغه خلک په نښه کړي، چې له حکومت سره جوړ نه دي او وروسته به دغه لړۍ ټول هېواد ته غځوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button