د جاپان څيړونکي له خپلو لاسونو پرته دوه روباټیک لاسونه درکوي

عزم (پنجشنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۹): تاسې به بې پښو او لاسونو انسانان ډیر لیدلی وي؛ ځکه زمونږ وطن د تراژدیو وطن دی، جګړې، جنګونه او بمبارونه پکې پرېمانه دي، چې له امله یې د ګلالیو ماشومانو، چنار چنار ځوانانو، مېرمنو، سړیو او بوډاګانو پښې او لاسونه له منځه ځي.
خو دا به درته نوې وي، که خبر شئ چې جاپان کې یو څېړنیز مرکز ځینو کسانو ته د چټک پرمختګ او فعالېت له پاره څلور لاسونه ورکړي دي.
یاد څېړونکي چې د دغه هېواد په مرکز ټوکیو کې د دولتي پوهنتون دننه څېړنې او تجربې کوي، داسې غبرګ روبوټيک لاسونه یې جوړ کړي چې کولی شي له انسان سره په بېلابېلو کارونو کې مرسته وکړي .
د څېړونکو په وینا: دواړه روبوټیک لاسونه د انسان د اصلي لاسونو د څنګل په بېخ کې بسته کېږي، چې MetaLimbs نوم ورته کارول شوی دی.
د جاپاني رسنیو د راپورونو مطابق: یاد دوه اضافي لاسونه چې شرکتونو، هټیو او نورو ګڼو ورځنیو چارو کې کاریګرو سره زیاته مرسته کوي، د وخت د بېځایه مصرف مخنیوی کوي.
ویل کیږي چې روبوټیک لاسونه د ځانګړو سينسرونو له لارې له پښو سره وصل کېږي او کارونکي کولی شې چې د پښې په پټې اشارې يو کار پرې وکړې.
څېړونکي وايي: تجربه یې کامیابه ده او پر مټ یې خلک کولی شي چې په سختو حالاتو کې خپل کارونه اسانه کړي.
دوی وايي: که د یو چا دواړه لاسونه په کار بند وي او غواړي نیږدې اوبه وڅښي؛ همدا اضافي لاسونه مرسته ورسره کولی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button