د کابل حکومت وارخطایي او د امریکایانو بې اعتنایي

 

احمد فایز

څه موده وړاندې طالبان او امریکایي لوری د قطر په دوحه کې په یو داسې تړون باندې موافقې ته سره ورسیدل چې د هغه تړون پر اساس امریکایان مکلف دي ترڅو په ټاکلې موده کې خپل ټول ځواکونه له افغان خاورې وباسي او طالبان به چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو په خلاف وکاروي

دا تړون زیاتو افغانانو وستایه او تود هرکلی ترې وشو خو په ځینو هغو ضمیر فروشو افغانانو باندې ډیر دروند تمام شو، چا چې دا شل کاله د خپلو شخصي خواهشاتو د پوره کیدو پخاطر د افغانانو بې ګناه وینې تویي کړې او لا هم نه دي پرې ماړه شوي. تازه همدې معلومو شریرو کړیو زمینه سازي شروع کړې چې په افغانستان کې د امریکایي یرغلګرو پاتې کیدو ته لار هواره کړي او په یوه او بله بهانه یي دې ته وهڅوي چې امریکایانو ته غیر مقصودي او زیان اړونکې جګړه لاپسې اوږده او د امریکایانو د پرلپسې ماتو نه وروسته د جګړې په ډګر کې یو نوی او نه ختمیدونکی باب بیا پیل کړي.

دوی د خپل همیشني عادت له مخې یو ځل بیا پروپاګند پیل کړی چې دوی په افغانستان کې بهرني اتباع یا مجاهدین په نښه کړي، امریکایانو ته دا ذهنیت ورکوي چې ګنې دلته لا هم القاعده یا نور بهرني جنګیالي شتون لري، حال دا چې هیڅ کوم ثبوت او شواهد په لاس کې نه لري.

که څه هم امریکایي چارواکو درک کړې، چې په افغان خاوره کې د دوی پاتې کیدل کوم ښکاره هدف او لاسته راوړنه نه لري خو بیا هم امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو ته پکار ده چې له دقت نه کار واخلي، دوی باید پوه شي چې دلته بهرني جنګیالي او یا هم نورې ډلې چې د کابل اداره یې د شتون ادعاوې کوي، نشته، دا د کابل حکومت د وارخطایۍ یو ډول دسیسه ده چې غواړي تاسو په یو غیر مقصودي جنګ کې ښکیل پاتې کړي. که احیاناً کوم بهرني جنګیالي شتون ولري نو هغه به تنها د داعش هغه پروژتي جنګیالي وي چې د کابل حکومت په هیواد کې د حاکمو استخباراتي کړیو په مرسته په کنړ، ننګرهار او جوزجان کې د طالبانو له بریدونو وژغورل او په هلیکوپترو کې یي د کابل میلمستونونو ته انتقال کړل او وخت ناوخته له هاغو میلمستونونو د مخورو شخصیتونو د ترور پر تعلیمي او عامه تاسیساتو د بریدونو پلان ګذاري کوي.

نړیوال باید پوه شي، چې طالبان پخپله ژمنه ولاړ خلک دي او دا یې په وار وار په ثبوت هم رسولې ده، چاته به اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د نورو په خلاف استعمال کړي.
د کابل حکومت د وارخطا چارواکو په اوتو بوتو دې خلک نه خطا وځي، د دې پرې وتو څخه همدا طمع کیدلی شي، چا چې خپله خاوره پلورلي وي نو هغه به په څه بند شي؟

یوه بله ناکامه هڅه او دسیسه چې د کابل حکومتي چارواکو پدا وروستیو کې په کار اچولې، هغه د خبریالانو، مدني فعالانو، محصلینو او مخورو شخصیتونو ترور پیلول دي، غواړي په دې سره د سولې روان مذاکرات سبوتاژ کړي، د جګړې دوام ته لار هواره کړي او همدارنګه غواړي د طالبانو په اړه عامه ذهنیت تخریب کړي، ترڅو د ولس او طالبانو ترمنځ کرکه، نفرت او بې باوري رامنځته کړي، ( چې له نیکه مرغه دا شل کاله د ټولو نړیوالو رسنیو د پراخ تبلیغ سره سره څوک په دې شي ونه توانیدل) او له همدغو لارو خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي. که څه هم خلک په دې حقیقت پوه دي چې د دوی په ګټه طالب او که د ارګ ټامیان دي خو بیا هم د زیات اطمنان لپاره ټولو محصلینو او مخورو شخصیتونو ته له خپله اړخه ډاډ ورکوو چې د کابل حکومتي چارواکو هر پلان او دسیسه رسوا کوو، د دوی ترسره کیدونکی جنایت غندو او ترخپله وسه یې د انتقام اخیستنې وعده درکوو، دغه راز خبرداری هم ورکوو ترڅو د صالح او غني له شومو پلانونو اګاه اوسي او خپل امنیتي تدابیر په کلکه ونیسي.

له نیکه بخته اوس ځیني خبریالان په حقیقت پوهیدلي او د کابل د حکومتي چارواکو اصلي څهرې بربنډوي او له حقایقو پرده پورته کوي نو ځکه دا ډول اشخاص چې د دې منفورو څهرو رښتینی انځور دنیا ته وړاندې کوي کله هم دا ضمیر پلورونکي او نقاب پوش چارواکي نشي زغملی او خپله رسوایي د دوی په وژنو سره پټوي.

په پای کې هیوادوالو ته یوه یادونه ضروري بولو چې امریکا پوهیدلې چې په افغانستان کې د دوی وجود بې ګټي وو، او بې ګټې به وي؛ نو له همدې کبله د خپلو سرتیرو وتل یې یقیني کړي او د دوحې تړون سره سم یي د خپلو مراکزو او اډو تخلیه کیدل او د نظامي تجهیزاتو د لیږد بهیر چټک کړی. ځینو امریکایي رسنیو خو دا خبر هم ورکړی چې د ټرمپ لخوا نوی ټاکل شوی دفاع وزیر غواړي له ټاکلې مودې نه مخکې خپل سرتیري له افغانستانه خپل هیواد ته ستانه کړي او د امریکا د خلکو د استازو غوښتنه به تاسو هم له رسنیو اوریدلي وي چې له ټرمپه یې کړې وه. ان شاءالله چې هیواد به مو په بشپړ ډول له یرغلګرو خلاصیږي او د کابل د حکومتي چارواکو دا رنګا رنګ پلمې او دسیسې چې د یرغلګرو د پاتې کیدو لپاره یې په لار اچولي، هېڅ ګټه به ورته ونکړي لا یي هم شوم اهداف بربنډیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button