د افغان په بربادۍ کې د خپل خیر لټوونکی غرب

خط اول

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی به پاریس ته د متحده ایالتونو د خارجه وزیر د سفر پر مهال له امریکايي پلاوي وغواړي چې د عراق ترڅنګ له افغانستانه هم خپل ځواکونه ونه باسي.

ییس یوس لي دریان په دواړو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د حضور لپاره د دوی په اصطلاح د ترهګرۍ نه ختمېدل بهانه کړي دي.

امریکا او غربي ملاتړو یې عراق او افغانستان ته له نږدې دوو لسیزو راهیسې له تروریزم سره د مبارزې په بهانه د نظامي مداخلې لاس وراوږد کړی او دا هېوادونه یې د نړۍ د بدبختو او ناامنه هېوادونو په کتار کې درولي دي. دوی چې شل کاله په دې هېوادونو کې د ترورستانو په نوم هغه څوک ورک نه کړل چې د دوی د ناروا یرغلونو په مقابل کې یې وسله اخیستې وه، نو شل کاله نور یې هم نشي ورکولای.

که فکر وکړو غرب هماغه خلک ترورستان بولي چې پر خپلو کورونو د غربي پوځیانو د یرغل په مقابل کې یې وسله اخیستې ده. لوېدیځ ته چې د بل پر کور ورننوتل تروریزم نه ښکاري، له بله ولې تمه کوي چې د دوی له اشغاله د خپل حریم او ناموسه دفاع ترهګري وبولي؟ که غرب رښتیا هم د خپلې ترهګرۍ په مقابل کې د راپورته شوې ترهګرۍ ختمېدل غواړي، بستره دې ټوله کړي، عکس العمل پخپله ختمیږي.

اصل خبره دا ده چې لوېدیځ د بل په تباهۍ کې خپله آبادي ویني. د عراق خبره به پرخپل ځای پرېږدو، که خپل هېواد افغانستان په انټرنیټ کې وپلټو نو همدې غرب به د نړۍ د ناامنه، فقیر، فاسدترین، تر ټولو ناخوښ هېواد او په بدبختیو کې د لتاړې جغرافیې نوم ورسره لیکلی وي.

غرب د پاریس، واشنګټن، لندن او نورو په اصطلاح متمدنو ښارونو امنیت د افغانستان د کلو او کوڅو د خټینو کورونو په ورانۍ کې ویني. تر ټولو بده لا دا چې له ۲۰۱۴ز راپدېخوا پخپله هوا ته پورته شوي او خپل توپک یې د ځینو ناځوانو افغانانو پر اوږه ورايښی او د څو ناچیزو روپو په معاش کې یې د خپل ولس پر وړاندې درولي، خپل اهداف ورباندې پوره کوي. بدتره یې لا دا ده چې د افغانانو د زعامت مدعي په قلقلو دا خبره د همدې مرتزقه وو په مخ کې زمزمه کوي چې په نیویارک او واشنګټن کې ستاسې د قربانیو له برکته چاودنه نه ده شوې.

لوېدیځوال خپل خیر د دوی په بربادۍ کې غواړي، د زعامت او دفاع په رسمیت پېژندل شوي مدعیان یې د غرب د دې هدف په پوره کولو ویاړي – او پخپله افغانان د غفلت په خواږه خوب ویده دي او د خدای امر او قضا ته انتظار کوي. پردي به تر هغو افغان په بربادۍ کې خپل خیر لټوي تر څو چې افغان خپل حالت پخپله بدل نه کړي. نور باید ځان تېر نه باسو او له دې اوسني حالته باید ګیله هم ونکړو ځکه چې:

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: