عمران خان روانه اوونۍ کابل ته راځي

عزم(شنبه، ۲۴، لړم ۱۳۹۹): پاکستانۍ رسنۍ وايي، ټاکل شوې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ«نومبر ۱۹مه» د پاکستان لومړی وزیر عمران‌خان کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره به په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د سپټمبر په ۲۵مه اشرف غني له عمران خان سره غږېدلی و او نوموړي ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

پاکستان ته د افغانستان ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې روانه اوونۍ عمران خان کابل ته راځي.

«ډېر نږدې راتلونکي کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نږدې همکار ښاغلي رزاق داوود په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راځي او په تعقیب به یې ښاغلی عمران خان هم سفر وکړي.»

د کابل ـ اسلام اباد اړیکې ډېری وخت ترېنګلې وي او افغان حکومت پاکستان ته ډېرو امتیازاتو په ورکړه کې بیا هم هغه موخې ترلاسه نه شوې کړی، د کومو یې چې هیله لرله.

افغان حکومت فکر کوي چې افغان سوله د پاکستان په لاس کې ده او که پاکستان وغواړي نو په افغانستان کې سوله راتللی شي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومت له تېرو ۱۸کلونو راهیسې یوه تېروتنه بیا تکراروي او د سولې په برخه کې د طالبانو پر ځای اسلام‌اباد ته مخه کوي.

د عمران خان د ټاکل کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې نوموړی کابل ته راځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button